کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د کابل ښاروالي وایي، له نجات څلي تر چرخآب سیمې پورې د کابل - لوګر لویې لارې د لومړۍ برخې جوړولو چارې بېرته پیل شوې چې د دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي.
د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمتالله بارکزي نن پژواک خبري اژانس ته وویل، ترانسپورټي او ښاري زیربناوو ته د لاسرسي په موخه د کابل – لوګر لویې لارې لومړۍ برخې جوړولو چارې پرون پیل شوې چې ۹۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت به ولري.
هغه زیاته کړه، د کابل - لوګر لویې لارې لومړۍ اووه کیلومتره برخه چې ۶۰ متره سور به ولري، له (نجات څلي تر چرخ اب سیمې پورې) په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې جوړېږي او د جوړېدو چارې به یې دوه کاله وخت ونیسي.
دغه راز، د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکسپاڼه د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر له قوله لیکلي، د سړک جوړونې د دې مهمې پروژې پلې کولو مسوولیت مخکې د ټولګټو وزارت پر غاړه و او چارې یې د ځینو دلایلو له امله ځنډلې وې.
د نوموړي په وینا، دا چې د کابل - لوګر سړک پاتې برخه د ښار په داخل کې موقعیت لري، د جوړولو چارې یې د ا.ا د کابینې شورا د پرېکړې پر اساس کابل ښاروالۍ ته سپارل شوې دي.
یاسر ویلي، د دغه سړک استملاکي چارې په بشپړه توګه ترسره شوې او اساسي کار ته یې زمینه برابره شوې ده.
د کابل - لوګر لویه لار یوه له مهمو لارو ګڼل کېږي چې د هېواد سوېلختیځ ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP