Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زده کړو ځنډېدل؛ بېرته یوازې د ازموینو ورکولو اجازه ورکړل شوې ده

طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زده کړو ځنډېدل؛ بېرته یوازې د ازموینو ورکولو اجازه ورکړل شوې ده

author avatar
4 Dec 2024 - 13:31
طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زده کړو ځنډېدل؛ بېرته یوازې د ازموینو ورکولو اجازه ورکړل شوې ده
ارشیف
author avatar
4 Dec 2024 - 13:31

کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۳): باوري سرچینې وایي چې په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زده‌کړې ځنډول شوې، خو بېرته یوازې د وروستیو ازموینو ورکولو اجازه ورکړل شوې ده؛ اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړمه شپه په ټولنیزو پاڼو کې یو متن خپور شو چې په کې راغلي: «د عامې روغتیا مالي او اداري معین بخت‌الرحمن شرافت د طبي انسټیټیونو ټول مشران وزارت ته وربللي او نوی مکتوب یې اعلان کړی چې سر له ننه طبي انسټیټیوټونو (قابله‌ګي، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار) ته د نجونو محصلینو پر شمولیت او روانو درسونو بندیز ولګېد.»

پژواک خبري اژانس دغه متن د عامې روغتیا له وزارت سره شریک کړ؛ د وزارت ویاند تر اوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی، خو په دغه وزارت کې یوې باوري سرچینې د یادې پرېکړې په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «هو، رښتیا ده.»

یوې بلې باوري سرچینې هم تایید کړه چې دغه کار شوی دی.

په کابل ښار کې د یوه طبي انسټیټیوټ مسوول چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، هم وایي چې وړمه ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) یاده پرېکړه د عامې روغتیا په وزارت کې د یوې ناستې پر مهال په شفاهي ډول اعلان شوه.

خو هغه زیاتوي چې تېره ورځ (د لېندۍ ۱۳مه) په یوه بله ناسته کې انسټیټیوټونو ته بېره اجازه ورکړل شوه چې ازموینې واخلي او وروسته به یاده پرېکړه عملي شي.

نن په انسټیټیوټونو کې ازموینې پیل شوې دي.

په کابل ښار کې د استقلال طبي انسټيټيوټ یوه محصله چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وایي چې نن خپل انسټيټيټوټ ته تللې او ازموینه یې ورکړې ده.

په هرات ولایت کې د یوه طبي انسټيټیوټ محصلې هما وردګ وویل چې د تېرې یکشنبې په ورځ د دوی شل‌فیصده ازموینې پای ته ورسېدې او باید یوه موده یې درس ته دوام ورکړی وای او بیا یې وروستۍ ازموینې پیل شوې وای.

خو هغه زیاتوي چې د یادې پرېکړې له اعلان وروسته تېره شپه د انسټیټیوټ له لوري ورته یو مضمون مشخص شوی او ورته ویل شوي چې د یاد مضمون ازموینې لپاره دې محصلین چمتووالی ونیسي.

هغې وویل چې نن له غرمې وروسته به د دغه مضمون وروستۍ ازموینه ورکړي.

د اسلامي امارت رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 152

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.