کابل (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د ۲۶ کلن حسیبالله زهیر سترګې لید نه لري، خو د زړه په سترګو یې نړۍ ځان ته دومره روښانه کړې چې د یوه بینا انسان په څېر یې لوړې زدهکړې کړې، د قرانکریم تفسیر او د تاریخ ځیني مهم کتابونه په بریل خط لیکي او هڅه کوي د نورو نابینایانو لپاره هم د هیلو نوې لارې پرانیزي.
د ژوند ناخوالې او لاستهراوړنې
حسیبالله زهیر چې له موره نابینا زېږېدلی؛ د کابل ښار د چهارکلا اړوند د چهاردهي سیمې اوسېدونکی دی، لومړنۍ زدهکړې یې په کابل کې د نابینایانو په مسلکي لېسه او لوړې زدهکړې یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړۍوالو اړيکو په څانګه کې پای رسولې او دا مهال د برېښنا شرکت د شکايتونو اورېدو څانګه کې کار کوي.
هغه د زدهکړو او تحصیل پر مهال د خپلو ستونزو یادونه کوي او وايي: «د ځانګړي نصاب او نابينایانو ته د کتابونو نشتوالی هغه ستونزې وې چې موږ د زدهکړو پر مهال ورسره مخ وو؛ کله به مو په لاس نوټ ليکه، کله به مو له صوتي کتابونو ګټه اخيسته؛ په هر حال، زموږ جنجالونه ډېر وو.»
زهیر چې په دې برخه کې له خپلو هېوادوالو سخت ګیلهمن دی، وايي: «له ړوندوالي سره سره د ژوند په هيڅ برخه که نه ناهیلی کېږم، پرته له دې چې کله له سړکه تېرېږم او دې ته په انتظار یم چې یو څوک مې له سړکه تېر کړي.»
هغه چې له ځان سره امسا نه ګرځوي او پر لاره ګړندی تګ کوي وایي، پر هغو لارو بلد شوی چې ډېر تګ راتګ پرې کوي او کولای شي منزل ته پرې ځان ورسوي.
زهیر وایي: «د نابينایانو په لېسه کې ډېرې ستونزې نه وې، خو پوهنتون کې ګڼهګوڼه ډېره وه، له نورو سره به مې ټکر کاوه، ټولګي به مې نه شو پيدا کولی، دغه راز، د درسي موادو کموالی او د سيمينارونو برابرول هغه ستونزې وې چې زه ورسره د پوهنتون په دوره کې مخ وم.»
ده په کابل پوهنتون کې د نابینایانو لپاره ډېر کارونه کړي دي.
هغه وايي: «ومې کولای شول د کابل پوهنتون کې د برېل مطبعه تاسيس کړم، ویاړم چې له هيڅ، هيڅ نه اوس، یا له یو تشې خونې نه چې ما ته یې تسلیم کړې وه، نن یو سلسله تجهیزات او یا لږ تر لږه هغه ابتدايي امکانات لرو چې کله یو محصل پوهنتون ته راځي، څلور کاله لیسانس او دوه کاله د ماسټرۍ دوره بشپړوي، یو څه امکانات ورته برابرولی شو، هغه ستونزې چې موږ لرلې او یا له موږ وړاندې نسل لرلې، دوی ورسره مخ نه دي… دغه راز، کابل پوهنتون کې زما په وړاندیز ربړي (پلاستيکي) موانع (پولې) جوړې شوې څو نابینایان یې پر مټ وکولای شي لارې په نښه او خپلې ستونزې ورسره کمې کړي.»
زهیر وايي، اړتیا ده چې د کابل پوهنتون په برېل مطبعه کې د ده ترڅنګ په رسمي ډول دوه درې کسان پر دندو وګومارل شي، څو د کابل پوهنتون نابينایانو ته خدمت وکړي.
هغه وایي، یو کمپيوټر، برېلډسپلې او پرنټر ته هم اړتیا لري.
هغه وایي چې دا مهال په کابل پوهنتون کې ۱۴ نابينا محصلین په بېلابېلو پوهنځیو کې په زدهکړو بوخت دي.
ده وویل چې د سترګو د لید نه لرل د پرمختګ مخه نه شي ډب کولای.
هغه زیاتوي چې په برېل خط یې د قرانکريم کابلي تفسیر او «افغانستان در مسیر تاریخ»، «افغانستان در پنج قرن اخیر» کتابونو لیکل پيل کړي او بشپړېدو ته یې نږدې کړي دي.
ده شاوخوا یو کال او یوه مياشت مخکې په کمپیوټر کې په برېل خط د کابلي تفسیر شریف لیکل پیل کړي او اوس یې یوازې د یوېنیمې سپارې لیکل پاتې دي.
زهیر وایي چې دغه تفسیر یې په برېل خط په شپږو جلدونو وېشلی او تر دې دمه یې په ۷۱۴۰ پاڼو کې داسې لیکلی چې یو تن یې لولي او دی یې لیکي.
هغه په برېل خط د کابلي تفسیر د وروستي کولو او چاپولو په اړه وویل: «کله چې د کابلي تفسیر مکمل کار پای ته ورسېد، له هغه وروسته یې په خپله چک کوم، بیا د لوړو زدهکړو او حج او اوقافو او پوهنې له وزارتونو تقاضا کوم چې یو کمېټه جوړه کړي او هغه کسان چې په دې برخه کې تخصص لري، موږ ته رامعرفي کړي، څو چک یې په کمېټه کې بشپړ شي، وروسته محکمې ته ولاړ شي او دارالافتاء ته ولاړ شي؛ یعنې داسې يو څه وي چې د افغانستان په کچه یو رسمي شی وي.»
زهیر د قرانکريم د ایتونو لیکلو او زور، زېر، پېښ، شد، مد او غړوندي د لیکلو په اړه وویل: «داسې ده چې برېل خط له دوه ستون، درېیو ردیفونو او شپږو ټکو جوړ شوی، په دې کې هر څه شته، شد، مد، فتحه، کسره، ضمه په همدې شپږو ټکو کې شته، دغه راز، دري، انګليسي، پښتو او هره بله ژبه په همدې شپږو ټکو کې نغښتې ده، په نوره نړۍ کې اته ټکي لرونکی برېل هم شته، خو سټنډرډ برېل همدا شپږ ټکيوالا دی او د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې همدا شپږ ټکي لرونکی برېل کارول کېږي.»
هغه په برېل خط په یوه دقیقه کې لس عربي کلمې لیکلې، خو له دې امله چې د دري کلمو لیکل اسانه دي، په یوه دقیقه کې یې ۲۵ دري کلمې لیکلې.
ده وویل چې د تفسیر پاتې یوه نیمه سپاره به د روان ۱۴۰۳ کال تر پایه بشپړه کړي.
هغه زیاتوي چې د میرغلاممحمد غبار کتاب «افغانستان در مسیر تاریخ» لیکل یې تېر کال د کب په میاشت کې پیل کړی، اوس یې لیکل بشپړ کړي او یوازې چک یې پاتې دی.
د ده په وینا، «افغانستان در پنج قرن اخیر» کتاب لیکل یې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې پیل کړی، اوس یې لیکل بشپړ شوي او یوازې چک یې پاتې دی.
خواږه او ترخه یادونه
زهیر وایي: «د ژوند لحظه لحظه مې خاطره ده، زما د ژوند تر ټولو ښه، عالیترینه او بهترینه خاطره [د نابینایانو لپاره] د ۱۳۹۷ کال په اختصاصي کانکور کې اول نومره کېدل دي؛ په اختصاصي کانکور کې پوره نومرې سل وي او ما له سلو ۹۶ نومرې وړې وې.»
ده زیاته کړه: «د ژوند بدې خاطرې هم لرم، دوه یې درته بیانوم، هیلهمن یم هغه څوک چې زما غږ اوري، د ناراحتۍ لامل یې نهشي، ولاړم یو خصوصي شرکت ته د دندې ترلاسه کولو په موخه، یو فوقالعاده شرکت ده، خو نه غواړم نوم یې واخلم، اسنادونه مې راسره وو، هغه جناب راته وویل: قاري صېب موږ له ړندو سره د مرستې لپاره بودجه نه لرو، همدومره مو درلوده او هغه بنسټ ته مو ورکړه چې د ړندو برخه کې کار کوي؛ پر ما یې ډېر تاثیر وکړ، یعنې هغه ځوان چې د لیسانس زدهکړو مدرک ولري او یو چېرې مراجعه کوي او داسې چلند ورسره کېږي، ډېر دردناک وي. دویم، زه همدا مهال په برېښنا شرکت کې دنده لرم، د شکایتونو د اورېدو په څانګه کې، زه قراردادي وم او بالاخره ورغلم چې رسمي شم، د برېښنا شرکت ته یوه [بزګوار ته، هیله ده چې ناراحت نهشي، خو حقیقت دی وایم یې] ورغلم ورته مې وویل چې زه حکم لرم، زما د رسمي مقررۍ مسئله څنګه کېږي؟ په همدې ژبه چې درته وایم، راته ویې ویل: په همدې قراردادي ډول دې ګوزاره وکړه، که موږ کوم ړانده ته اړتیا لرلای په لومړۍ ورځ مو رسمي مقررولې؛ چې واقعاً دا راته ډېره له درده ډکه وه.»
حکومت، خلکو او نابینایانو ته د زهیر پیغامونه
زهیر وایي: «له اسلامي امارته مې عاجزانه غوښتنه دا ده چې له موږ سره مرسته وکړي څو هغې ورځې ته ورسېږو چې معلول کس د خپلې کورنۍ باردوش نه وي، دا یو ډېر ساده او اسانه کار دی، ساده او اسانې لارې هم لري.»
هغه عامو خلکو ته په خطاب کې وویل: «راشئ او معلول کس، په ځانګړي ډول نابينا د ټولنې د یوه فرد په توګه ومنئ، حقوق یې ورته مهیا کړئ، ټولنې ته د ننوتو برخه کې ورسره مرسته وکړئ.»
زهیر نابينایانو ته په خطاب کې وایي: «د افغانستان ټولو نابینایانو ته وايم، نابينایان مظلوم قشر دی؟ نه؛ خو متاسفانه چې په افغانستان کې تر دې دمه د مظلوم قشر په توګه ساتل شوی، خو که کوم بينا زدهکړې نه کوي، وايي چې بابا! یوه کراچۍ پيدا کوم او کار پرې کوم، خو نابينا یا به زدهکړې کوې او یا – چې خفه نه شي- ګدايي.»
زهیر شاوخوا درېنیمې مياشتې مخکې له یوې نابينا نجلۍ سره واده کړی، وايي: «له لرې خپلې مېرمنې ته سلامونه وړاندې کوم او ورته د خوشاله او سوکاله ژوند په هیله یم… زما واده د سنتي او عشق یو ګډ واده و؛ یعنې هم ورباندې مين وم او هم تقریباً یو ساده، مرکه او واده و.»
هغه زیاتوي، پنځه وروڼه او یوه خور لري، د کورنۍ له غړو یې یوازې یو ورور چې تر ده کشر او د قرانکریم حافظ دی، نابينا دی او د کور نور غړي یې بیا ټول بينا دي.
Views: 3
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP