کابل (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۳): په پاکستان کې د قرغزستان سفیر او اسلاماباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه، د قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزو او تاریخي اړیکو، مشترکاتو، فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
په اسلاماباد کې د اسلامي امارت سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په پاکستان کې د قرغزستان سفیر اوازبک اتاخانوف په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت له سرپرست سرداراحمد شکېب سره لیدلي دي.
سرچينې ليکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او منځنۍ اسيا هېوادونو په ځانګړې توګه، د قرغزستان ترمنځ د دوه اړخيزو او تاريخي اړيکو او ګډو فرصتونو او ستونزو په تړاو خبرې شوې دي.
سرچينې د دې ناستې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.