په اسلاماباد کې د قرغزستان سفیر او د ا.ا د سفارت سرپرست پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي
په پاکستان کې د قرغزستان سفیر او اسلاماباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو په ځانګړې توګه، د قرغزستان ترمنځ د دوه اړخیزو او تاریخي اړیکو، مشترکاتو، فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې کړې دي.


