Language

د شبرغان – سرپل پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او ۱۰ نور ټپیان دي

شبرغان (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د جوزجان د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د شبرغان – سرپل پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او لس نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وايي چې د شبرغان – سرپل لویې لارې په حدبخشي سیمه کې د یوه کرولا او یوه پاسو موټرو ترمنځ د ټکر له امله یو کس مړ شوی او لس نور ټپیان شوي دي.

حلیمي زیاته کړه چې د پېښې ټپیان د درملنې لپاره د جوزجان ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

سرچینې د پېښې رامنځته کېدو لامل ګړندی تګ بللی دی.