فیضاباد (پژواک، ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۳): بدخشان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د حکیم ناصر خسرو بلخي د مقبرې بیارغونې پروژې کار پای ته رسېدلی او وايي چې دغه تاریخي ابده د تاریخي معمارۍ سبک ته په کتو په اساسي ډول بیارغول شوې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انجنیر ذبیحالله امیري وايي، د شاعر او فیلسوف حکیم ناصر خسرو د مقبرې تاریخي ابده چې د یمګان ولسوالۍ په حضرت سعید سیمه کې موقعیت لري او د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله د لهمنځه تګ په حالت کې وه، د هغې د معمارۍ پخواني سبک ته په کتو په معیاري توګه بیارغول شوې ده.
هغه زیاتوي، د یادې تاریخي ابدې بیارغونه د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او وزازت مقام مسوولینو په هڅه او د اقاخان فرهنګي بنسټ په تخنیکي او مالي مرسته په څلورو میاشتو کې بشپړه شوې او نن پرانیستل شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي، د ابدې په بیارغونه کې په پخواني سبک له لرګیو او محلي توکو څخه په ګټې اخیستنې سره د پنجرو، دروازو، دېوالونو، کټارو، پلسترکارۍ، د پیادورو فرش، د لنګرخانو په نوم خونو، تشنابونو او دغهراز د کړکیو بیارغونه شامل دي.
هغه وویل، د ناصر خسرو له مقبرې پرته د ملا برات جومات هم چې یاده سیمه کې یوه تاریخي ابده وه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ثبت وه، د اقاخان دفتر فرهنګي برخې له لورې بیارغول شوې ده.
نوموړي دغهراز له خلکو او مسوولینو وغوښتل څو د تاریخي ابدو په ساتنه کې دغې ادارې سره مرسته وکړي او څرګنده یې کړه چې دغه ولایت کې یو شمېر نورې ابدې د ویجاړېدو په حال کې دي خو د بیارغونې او د لهمنځه تګ څخه د مخنیوي په موخه یې عملي اقدامونه روان دي.
د بدخشان د یمګان ولسوالۍ اوسېدونکی مطیعالله عزیزي تاریخي ابدو ته د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له پاملرنې څخه خوښي څرګندوي او دا ګام یې د بدخشان د فرهنګ او هویت ساتلو په برخه کې اغیزناک وباله.
بلخوا، د دغه ولایت فرهنګپالي د حکیم ناصر خسرو په اړه وايي چې هغه د سلجوقیانو د دورې نامتو شاعر او لیکوال دی او مقبره یې چې څه باندې ۹۰۰ کاله قدامت لري، د افغانستان له مهمو تاریخي میراثونو څخه ګڼل کېږي.
ناصر خسرو چې د هېواد د تاریخ له لوی شاعرانو او فیلسوفانو څخه یو دی، په خپلو شعرونو کې یې پر بېلابېلو علمونو لکه نجوم، فلسفې او طب د تسلط ټینګار کړی دی.
د ویلو ده چې د پنځمې پېړۍ د لیکوال او شاعر حکیم ناصر خسرو مقبره درېیم ځل لپاره بیارغول کېږي او مخکې له دې هم په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بیارغول شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP