مزارشریف (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د ځایي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د درېیو دښمنو کورنیو ترمنځ درې کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د بلخ ولایت قومونو، قبایلو او سرحدونو رییس سردارمحمد محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دغه ریاست، ځایي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د چهاربولک ولسوالۍ په چوچک کلي کې د درېیو دښمنو کورنیو ترمنځ سوله وشوه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عالمخان، سردار او نورالحق کورنیو ترمنځ رامنځته شوې یاده شخړه کې له درېیو خواوو دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی و.
په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې مسوولینو او قومي مشرانو د سولې، یووالي او بښنې پر فضایلو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې دغه شان دښمنۍ باید د تل لپاره حل شي.
د یادو کورنيو په استازیتوب عالمخان له مسوولینو، قومي مشرانو او د سیمې له اوسېدونکو مننه وکړه چې په خپلو هلو ځلو يې د دوی دښمني حل کړه.
دی وايي: «دښمني سخته ده، له موږ نه ژوند پاتې و، تعليمونه پاتې وو، شپه ورځ مو يوازې دا فکر و چې موږ به کله حمله کوو، يا به يې هغوی کوي؛ نو زما پر ټولو خلکو دا غږ دی چې دښمنۍ نه څه نه جوړېږي، هيله ده قومي مشران دا ډول روغو جوړو ته زمينه برابره کړي.»
د یادونې ده، د بلخ په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې له دې مخکې هم دا ډول سلګونه دښمنۍ د قومي مشرانو، دیني عالمانو او حکومتي مسوولینو په منځګړیتوب حل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP