Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز او پکتیا کې د کرنې او څښاک اوبو رسولو دوو پروژو چارې بشپړې شوې

کابل (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۳): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، کندوز کې د څه باندې ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې او په نورستان کې بیا د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندوز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د (JIZ) دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په سیداحمدشاه اغا کلي کې د څه باندې ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې جوړولو چارې بشپړې شوې.

خبرپاڼه کاږي، په یاده شبکه کې د ۷۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کيندل، د ۴۰ مترمکعب په ظرفیت د اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۱۳۴۰۰ مترو په اوږدوالي پايپونو غځول، د ۱۰۴ شیردهنونو او ۲۱ سولري تختو لګول شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، د دې شبکې جوړولو په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د نوموړي کلي ۲۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.

یاد وزارت له لوري په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نورستان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي مرسته د دغه ولایت په کانتيوا ولسوالۍ کې د څلور میلیون افغانیو په لګښت د لس کیلومتره په اوږدوالي د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې.

د خبرپاڼې په حواله، د یاد سړک د کار په لړ کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د نوموړې ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.

دغه راز، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري په یوه بله جلا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د څمکنيو ولسوالۍ په منده‌خېلو کلي کې د څه باندې ۱،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو لګولو یوې پروژې چارې بشپړې شوې.

خبرپاڼه کاږي، په یاده پروژه کې د ۱۳،۷ مترو په اږدوالي د سربند، ۱۶ مترو په اږدوالي د کانال او ۴۱ مترو په اوږدوالي د محافظوي دېوال جوړول شامل دي.

 د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د نوموړي کلي د اوسېدونکو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د سېلابونو او موسمي بارانونو له زیان خوندي شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.