Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار دره نور کې د دوو کليو ترمنځ اووه کلنه دښمني پای ته ورسېده

جلال‌اباد (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د دره نور ولسوالۍ د شيمل او لمټک کليو ترمنځ اووه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا دښمني اووه کاله مخکې د غره د وېش پر سر رامنځته شوې وه چې د دره نور ولسوالۍ د امنيه قوماندان او د استخباراتو د مدير په هلو ځلو او قومي منځګړتوب له لارې حل او فصل شوه.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد د لېندۍ په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دره نور ولسوالۍ امنیه قوماندان او د استخباراتو د مدیر په هلو ځلو د دې ولسوالۍ اړوند د شیمل او لمټک کلیو ترمنځ اووه کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.

هغه زیاته کړه، دغه دښمني د دواړو قومونو ترمنځ د غره د وېش پر سر رامنځته شوې وه چې د شيمل له کلي دوه کسان په کې وژل شوي وو او اووه کاله دواړو کلیو له یو بل سره دښمني وکړه.

دی زياتوي، تازه امنيتي مسوولينو د قومي مشرانو په هلوځلو د دغو کلیو ترمنځ روغه وکړه او له دښمنۍ لاس پر سر شول.

د یادو کلیو ترمنځ د روغې جوړې لپاره پرون د دره نور ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ له لوري غونډه جوړه شوې وه او د دواړو کليو مشران او کشران يې یو بل ته ور غاړې ایستل.

د دواړو کلیو اوسېدونکو پر دې روغه جوړه خوښي څرګنده کړه او له قومي مشرانو او حکومتي مسوولینو يې وغوښتل چې د دښمنيو د حل لپاره دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د شيمل سيمې يوه اوسېدونکي حضرت‌نبي پژواک ته وويل، د یادو کلیو اوسېدونکي پر دې روغه جوړه باندې خوښ دي.

د يادولو ده، په تېرو شاوخوا درېيو کلونو کې په ننګرهار کې سلګونه دا ډول دښمنۍ د قومي مشرانو په منځګړتوب او حکومتي چارواکو په هلو ځلو په دوستۍ بدلې شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.