Language

د افغان – ټرانس پروژې په اړه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ راپور تایید شو

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د افغان - ټرانس پروژې په اړه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې په اړه لارښوونې وشوې.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان اوسپنې پټلۍ (افغان ټرانس) د بلخ ولایت له مرکز مزارشریف ښاره پیل او د ۶۴۷ کیلومتره په اوږدوالي د سمنګان، بغلان، بامیان، میدان‌وردګو او لوګر له ولایتونو په تېرېدو د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ ته رسېږي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم پر ټاکل شوو موضوعاتو بحث وشو.

خبرپاڼه کاږي، دې غونډې ته د ډي‌پي ورلډ (DP World) شرکت د شرط پاڼې په تړاو متحده عربي اماراتو ته د اسلامي امارت د پلاوي کاري راپور، د کاسا زر پروژې په اړه د افغانستان برېښنا شرکت د ټاکل شوي پلاوي راپور، د افغان - ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور، د مناګي برېښنا بند په تړاو د افغانستان برېښنا شرکت راپور، د جواز سیر او لایسنس الکټرونیکي کولو طرحه او یو شمېر نور اقتصادي موضوعات وړاندې شول.

د خبرپاڼې په حواله، له هر اړخیز بحث وروسته د افغان - ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت راپور تایید او اړوندو وزارتونو او ادارو ته د لازمو کړنو ترسره کولو سپارښتنه وشوه.

خو سرچینې د تایید شوي راپور په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، افغان - ټرانس یوه مهمه سیمه‌ییزه ‌طرحه ده چې موخه یې د افغانستان له لارې مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونو ته د نړۍوالو سوداګریزو توکو لېږد رالېږد ته د اسانتیاوو برابرول دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.