Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د ایران سفیر: نږدې راتلونکې کې به د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ لوړپوړي پلاوي سفرونه وکړي

کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): په کابل کې د ایران د سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لېدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه به په نږدې راتلونکي کې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ لوړ پوړي پلاوي سفرونه وکړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په کابل کې د ایران له نوي سفيرعلي‌رضا بیکدلي سره تعارفي ناسته وکړه.

ایران د روانې لېندۍ میاشتې په څلورمه علي‌رضا بیګدلي افغانستان لپاره د سفیر په توګه معرفي کړ.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په پيل کې د بهرنیو چارو وزیر د ایران نوي سفير ته ښه راغلاست وویلې، په چارو کې یې ورتهد بریالیتوب هیله وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت به ورسره د اړوندو چارو په ښه ترسره کولو کې مرسته کوي.

سرچېنې لیکلي، بېکدلي هم په دغه لېدنه کې هیله څرګنده کړه چې وکولای شي د خپل ماموریت په موده کې د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراخې کړي.

هغه ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه غواړي په نږدې راتلونکي کې د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ لوړپوړي پلاوي سفرونه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.