کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په لومړي ځل د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ناپاکو اوبو د تصفیې او پنځو کلیو ته د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه فعاله کړه.
افغانستان کې د یونیسف ادارې ویاند امیدالرحمن تېره ورځ (د لېندۍ ۱۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کوار موسسې په همکارۍ یې د کابل سروبي ولسوالۍ پنځو کلیو ته د لمریزې برېښنا په وسیله د پاکو اوبو رسولو شبکه جوړه کړې ده.
هغه زیاته کړه چې د دې شبکې چارې د یونیم کال په موده کې بشپړه شوې.
د نوموړي په خبره، دغه شبکه د نغلو له بنده راوتونکې اوبه د لمریزې برېښنا په وسیله لومړی تصفیه کوي او بیا یې د سیمې کورونو ته د نلونو له لارې لېږدوي.
هغه زیاته کړه چې دغه شبکه د ورځې د ۵۲ مترمکعب اوبو تصفیه کولو ظرفیت لري.
امیدالرحمن زیاتوي: «د پاکو اوبو رسولو له دې شبکې به د سروبي ولسوالۍ اړوند د پنځو کلیو فقیراباد، لومړۍ، دویمه، درېیمه او څلورمې تپې ۱۲۹۰ کورونه چې ټول نهه زره او ۳۰ کسان کېږي، ګټه اخلي.»
د هغه په خبره، پر یاده پروژه ۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ټول د یونیسف له لوري ورکول شوی دی.
افغانستان کې د یونیسف ویاند سطحي اوبو ته د خلکو پر لاسرسي ټینګار کوي او وايي: «یونیسف په پام کې لري چې په راتلونکي کې به په بېلابېلو سیمو کې هم ورته پروژې پلې کړي.»
د کابل سروبي ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي د یادې پروژې پر تطبیق خوښ دي.
د یادې ولسوالۍ د فقیراباد کلي اوسېدونکي اخترمحمد وویل، پخوا د دغه کلي خلکو د سیند اوبه کارولې چې له امله یې په کلي کې د کولرا ناروغۍ خپره شوې وه.
دی وايي، دې پروژې نه یوازې د دوی د ورځني ژوند کیفیت ښه کړی، بلکې د روغتیا برخه کې یې هم بدلون راوستی او له ستونزو خلاص شوي دي.
د سروبي ولسوالۍ د څلورمې تپې کلي اوسېدونکي انجنیر خیالمحمد سهاک وویل، دوی به پخوا پاکو اوبو ته د لاسرسي برخه کې ستونزې درلودې او خلکو به د اوبو ترلاسه کولو لپاره لرې ساحو ته تلل.
ده هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې په نورو سیمو کې هم ورته پروژې پلې شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو له امله د اوبو کچې ټیټېدو راپورونه خپرېږي او دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې د ځمکې د سر اوبه تصفیه کېږي او ګټه ترې اخیستل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP