Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور والي: د جام منار ساتنې لپاره لا ډېر استنادي دېوالونه جوړېږي

فېروزکوه (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د غور والي د جام منار لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به د دغه منار د ساتنې په موخه د استنادي دېوالونو جوړولو عملي چارې پیل کړي.

د غور والي ویاند عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، د غور والي حیات‌الله پرون د دغه ولایت د شهرک ولسوالۍ جام سیمې ته ولاړ او د جام منار لیدنه یې وکړه.

هغه زیاته کړه، د یاد منار د لیدنې پر مهال یې د سېلابونو خطرونو د مخنیوي او د یادې تاریخي بنا د ساتنې لپاره د لا ډېرو استنادي دېوالونو پر جوړولو ټینګار وکړ.

د حماس په وینا، د غور والي ډاډ ورکړی چې د استنادي دېوالونو جوړېدو عملي چارې به ژر پیل شي.

د غور منار جام د هېواد له اړینو تاریخي بناوو څخه یوه ده چې ۸۰۰ کاله مخکې د سلطان غیاث‌الدین غوري د واکمنۍ پر مهال د دغه ولایت د شهرک ولسوالۍ د جام په نوم یوې دره کې د ۶۵ مترو په لوړوالي جوړه شوې ده.

څو وروستیو کلونو کې د سېلابونو راوتلو له امله د منار جام بدنې ته سخت زیان اوښتی او اساسي بیارغونې ته اړتیا لري.

یاد تاریخي منار د قطب‌دهلی له منار څخه وروسته په نړۍ کې دویم د خښتو منار دی چې د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې هم ثبت شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.