Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اوچا: افغانستان کې ۲۳،۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري

کابل (پژواک، ۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳): اوچا اعلان کړی چې د روان میلادي کال له پیله تر ډسمبر میاشتې پورې یې د افغانستان لپاره نږدې ۸۵۹ میلیون ډالر مرسته ترلاسه کړې چې څه باندې دوه میلیارد نورو ډالرو ته هم اړتیا ده.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږي‌کوونکي دفتر (اوچا) اعلان کړی چې یاد دفتر د خپلو شریکانو په مرسته په دې موده کې له ۱۵.۳ میلیون اړمنو افغانانو سره مرستې کړې او اوس هم په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

سرچینې ویلي، ټولیزه اړتیا یې درې اعشاریه صفر شپږ میلیارد ډالره ده او له دې څخه ۶۹ سلنه چې ۲.۱۰ میلیارد ډالر کېږي، نه دي برابر شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.