کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سوریه کې د اسرائیلي ځواکونو بمبارۍ غندلي او دغه کار یې د سوریې د خپلواکۍ څرګند نقض بللی دی.
د تېرې ورځې راپورونو له مخې، په سوریه کې د بشري حقونو څار یو سازمان چې مرکز یې بریتانیا کې دی، ویلي چې اسرائیلي جنګي الوتکو په سوریه کې له ۱۰۰ ډېر هوايي بریدونه کړي دي.
د بشري حقونو د څار دغه سازمان وايي، په دغو بریدونو کې دمشق، درعاه، لتاکیا او حماه سیمو کې یو شمېر پوځي هدفونه په نښه شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د سوریې په خپلواکه خاوره د صهیونیستي رژیم پرلهپسې بمبارۍ په کلکو ټکو غندي او دغه پېښې د سوریې د ازادۍ او استقلال څرګند نقض بولي.»
خبرپاڼه کاږي: «په سوریه کې د بشار الاسد د نظام له نسکورېدو وروسته د صهیونیستي یرغلګر رژیم د خپلو وحشتونو په دوام د سوریې پر خاوره تېری او د یو لړ نظامي تاسیساتو او شتمنیو سربېره ملکي سیمې بمبار کړي چې درانه ځاني او مالي تلفات یې رامنځته کړي دي.»
د خبرپانې د معلوماتو له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د خلکو په اراده د خپلواک حکومت د ملاتړ ترڅنګ پر ښکېلو سیمهییزو او نړۍوالو قدرتونو غږ کوي چې د سوریې ملت د خپل راتلونکي په باب خپل مستقل او آزاد انتخاب ته پرېږدي څو له هر ډول بهرنیو فرمایشونو او فشارونو پرته د خپل هېواد برخلیک په خپله وټاکي.
د یادونې ده، دوه ورځې مخکې د تحریر الشام ډله د سوریې مرکز دمشق ته ننوتله او د حکومت واګۍ یې ترلاسه کړې او د دغه هېواد پخوانی ولسمشر بشارالاسد له خپلې کورنۍ سره د روسيې هېواد پلازمېنې مسکو ته ولاړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP