Language

د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان په اړه غونډه کړې

کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د ټولیز امنیت تړون سازمان (CSTO) د افغانستان د نظامي او سیاسي وضعیت په اړه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې غونډه کړې ده.

پرون (پنج شنبه) قزاقستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه غونډه د افغانستان په چارو کې د قزاقستان د ځانګړي استازي تالګاټ کلي‌یف په مشرۍ تر سره شوې ده.

د راپور له مخې، د دغې غونډې ګډونوالو د افغانستان د نظامي او سیاسي وضعیت په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

په راپور کې راغلي چې په یاده ناسته کې د ملګرو ملتونو، د شانګهای سازمان، د ګډو ګټو د خپلواکو هېوادونو او نورو نړۍوالو بنسټونو استازو ګډون کړی و.

سرچینې لیکلي: «تالګاټ کلي یف د دې ناستې پایلې جمع‌بندي کړې او د قزاقستان جمهوریت ته یې چې په ۲۰۲۵ کال کې به د ټولیز امنیت تړون ریاست پر غاړه واخلي، د بریا هیله څرګنده کړه.»

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه ناسته کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.