پارون (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د نورستان سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د (BHC) دغه روغتیایي مرکز د نورګرام ولسوالۍ په کولتن سیمه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په مالي مرسته جوړیږي.
ده وویل چې پر یاد روغتیایي مرکز به ۲۸ ملییون افغانۍ لګښت راشي.
د نورګرام ولسوالۍ د کولتن سیمې اوسېدونکی محمد اقبال وایي، تر دې مخکې دوی په دغه سیمه کې روغتیایي مرکز نه درلود، تر دوه ساعته پیاده تګ وروسته به یې خپل ناروغان د ولسوالۍ کلینیک ته رسول.
دی وایي، خوښ دی چې اوس ورته په خپل کلي کې یاد روغتیایي مرکز جوړیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP