Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر محمداغه ولسوالۍ کې سلګونه کسان د جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي

پل‌علم (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۶۰ کسان د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.

د لوګر د محمداغه ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي نجم‌الدین ایوبي نن د یوې خبرې غونډې پرمهال وویل چې امنیتي ځواکونو د روان ۱۴۰۳ کال په تېرو شپږو میاشتو کې ۵۶۰ کسان د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.

نوموړی زیاتوي، په نیول شوو کسانو کې د ځمکو غاصبین، غله، قاتلین او د نشه‌يي توکو کاروباریان شامل دي.

ده وویل، له یادو کسانو څخه پر خپل وخت څېړنې شوې دي او بیا عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.

بلخوا، د محمداغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مصور پژواک ته وویل، خوښ دی چې د امنیتي ځواکونو له لوري په جنايي جرمونو کې ښکېل کسان نیول شوي دي.

خو نوموړی ټينګار کوي چې دغو کسانو ته باید علني سزا ورکړل شوي څو نور عبرت واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم په محمداغه ولسوالۍ کې دوه ډلې غله نیول شوي وو چې د خلکو له کورونو او سوداګریزو مارکېټونو یې غلاوې کولې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.