Language

ننګرهار کې په یوه ترافيکي پېښه کې یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد د لېندۍ په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د دوو کرولا موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې يو کس مړ شوی او د يوې مېرمنې په ګډون شپږ نور کسان ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپيان يې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولینو په يو خبري کنفرانس کې وويل چې د تېرو اتو میاشتو پر مهال په دغه ولايت کې ۸۳ ترافیکي پېښې شوې چې ۵۵ کسان په کې مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.