کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۳): د سویډن د همکاریو نړۍوال پراختیايي اژانس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي وجهي (اماني) صندوق سره نهه میلیون امریکايي ډالر چې ۱۰۰ میلیونه کرون کېږي، مرسته کړې ده.
دغه صندوق پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا مرسته په سختو شرایطو کې د افغانستان له ټولنې سره د پایدارو حللارو په موخه شوې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو اماني صندوق زیاته کړې: «دا حیاتي مرسته به د افغانستان ټولنه د ستونزو پر وړاندې یو څه توانمنده کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم سویډڼ له افغانستان سره د ۶،۸ میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی و.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږېکوونکي ادارې (اوچا) د ارقامو له مخې، سویډن له ۲۰۱۴ کال راپه دېخوا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره څه باندې ۸۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP