کابل (پژواک، ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۳): یو شمېر ارواپوهان وايي، ماشومانو کې رواني اختلالات د هغوی پر وده جدي اغېزې درلودای شي او که درملنه یې ونه شي، ښايي خپله ماشوم، کورنۍ او ان ټولنې ته پر لویو ستونزو واوړي.
رواني اختلالات هغو اختلالاتو ته ویل کېږي چې د انسان پر فکر او چلند اغېز کوي او د ناتوانۍ لامل یې ګرځي.
ماشومانو کې د رواني اختلالاتو نښې او ډولونه
ارواپوه شرفالدین عظیمي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ماشومانو رواني اختلالات هغو ستونزو ته ویل کېږي چې اخته ماشوم له ذهني، عاطفي، حرکتي او چلندي اړخه نورو له ماشومانو سره توپیر ولري.»
هغه د ماشومانو عام رواني اختلالاتو لکه اوتیسم (عصبي اختلال)، له کار مخکې وارخطايي، ژور خپګان، غوسه، د چلند اختلال، په پاملرنه او زدهکړه کې اختلال او له موره د جلا کېدو اختلال ته اشاره وکړه.
هغه دغه راز د یادو اختلالاتو رامنځته کېدو لاملونه بېلابېل وګڼل او ویې ویل: «ارثي لاملونه، له زېږون مخکې او وروسته حالتونه او کورني اسټرسونه او تاوتریخوالي د یادو اختلالاتو رامنځته کېدو کې اغېز درلودای شي.»
عظیمي د یادو اختلالاتو د نښو نښانو په اړه وویل، غوسه کېدل، ټولنیز ګوښهتوب، په خوب کې ستونزې او د تمرکز نشتوالی د یادو اختلالاتو عامې نښې دي.
هغه دغه راز اشاره وکړه چې د ماشومتوب په دوران کې رواني او جسمي تاوتریخوالی او له مینې بېبرخې کېدل د یادو اختلالاتو رامنځته کېدو لاملونه کېدای شي.
هغه زیاته کړه: «له رواني اختلالاتو ځورېدلي ماشومان ښايي ځان یا نورو ته زیان ورسوي، د بېلګې په توګه د څیزونو په ماتولو سره یا ځان ته په زیان رسولو سره.»
په ماشومانو کې د رواني اختلالاتو پایلې، د مخنیوي لارې چارې او درملنه یې
عظیمي د رواني اختلالاتو پایلو ته په اشاره وویل: «دغه اختلالات کولای شي په اوږدمهال کې د ماشومانو پر ژوند ډېرې منفي اغېزې وکړي؛ لکه پر نفس باور کمېدل، په زدهکړو او ټولنیزو اړیکو کې ستونزې او په راتلونکي کې د لا جدي ستونزو پیدا کېدو احتمال لکه پر نشهيي توکو اخته کېدل او یا جنایاتکارانه کارونه.»
عظیمي زیاته کړه چې په کور او ښوونځي کې یو امن او ملاتړی چاپېریال، د ماشومانو د رواني روغتیا په اړه د مور او پلار د پوهاوي کچې لوړېدل او په ښوونځیو کې د ارواپوهنیزو مشورې ته لاسرسی کولای شي د رواني اختلالاتو په مخنیوي کې رول ولوبوي.
هغه دغهراز اشاره وکړه چې عامه پوهاوی او رسنۍ کولای شي د یادو ستونزو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې په لوړېدو کې مهم رول ولوبوي.
دغهراز، ارواپوه زکریا بارکزي هم په دې برخه کې ټینګار وکړ چې په ماشومانو کې رواني اختلالات کولای شي د اظطراب، د شپې ادرار تللو او خوب کې د ګډوډۍ لامل شي.
هغه بېلابېل لاملونه چې د یادو اختلالاتو د پيدا کېدو لپاره زمینه برابروي، کورنۍ تربیه، ټولنیز چاپېریال او ان د نوې ټکنالوجۍ کارول وبلل.
کورنۍ
د کابل ښار د کارته سه اوسېدونکې نجیبه وايي: «زوی مې د ښوونځي په درېيم ټولګي کې دی، ډېر لایق دی خو بهانې کوي، له خپل ورور او خور سره ډېر جنګ کوي، حیرانه پاتې کېدم چې څه وکړم، ارواپوه ډاکټر ته مې بوت، ویې ویل چې رواني اختلال لري، ځیني مشورې یې راکړې، اوس الحمدالله ښه شوی.»
ورته مهال، د یاد ښار یو بل اوسېدونکی عبدالفهیم وویل: «د پلار له مړینې وروسته مې ورور ډېر بدلون وکړ، تل به یې ټول ځورول او کله چې پرې غوسه کېږو خاندي، کله ځان ته زیان رسوي او کله هم نور ځوروي.»
هغه د ډاکټرانو له قوله وايي چې ورور یې رواني اختلال لري او د وخت په تېرېدو به یې وضعیت ښه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP