کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون له مالي ستونزو شکایت کوي خو وايي، په ښه مدیریت سره وتوانېدل چې روان ميلادي کې د فوټبال او فوټسال برخه کې لویې لاستهراوړنې ولري.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس یوسف کارګر پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۲۰۲۴ کال د افغانستان د فوټبال لپاره یو تاریخي کال و؛ ځکه چې د فوټبال او فوټسال په بېلابېلو برخو کې یې سترې لاستهراوړنې درلودې.
هغه زیاته کړه: «پر دې سربېره چې په ۲۰۲۴ کال کې له محدودیتونو سره هم مخ وو، د فوټبال فدراسیون د سالم مدیرت او بدني روزنې او ورزش په همکاري وتوانېدو چې د فوټسال برخه کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د نړۍوال جام لوبو ته لاره پیدا کړو او دغه راز د هېواد د کلبونو ټیم په لومړي ځل د اسیا کلبونو سیالیو ته لاره ومونده.»
هغه وایي، د هېواد ۱۷ کلنې د فوټبال لوبډلې هم وکولای شول د مرکزي اسیا ملتونو جام (کافا) په سیالیو کې لومړی مقام وګټي او دغه راز د افغانستان د فوټبال ملي ټیم هم ښه وځلېد او د لوبو پایلې یې د پام وړ وې چې د اسیا د اتلولۍ له ګټونکي قطر سره یې سیالي مساوي او هند ته یې دوه پر یو ماتې ورکړه.»
هغه وویل: «نړۍوال جاک د یوه هېواد وروستی سټېج دی چې غواړي هغه ته ورسېږي چې موږ هم په ۲۰۲۴ کال کې ترلاسه کړ.»
هغه زیاته کړه: «له هېواده بهر د فوټبال او فوټسال د ټولو برخو سیالۍ د فیفا له لوري تمویلېږي، خو ملي سیالۍ له دې امله چې نړۍوال ترانسفر بند دی او له کورنیو تمویلوونکو استفاده کېږي، ټول لیګونه او د ولایتونو سیالۍ یې پلان له مخکې د خپلو ولایتي همکارانو په ښه مدیریت سره ترسره شوې دي.»
کارګر مالي ستونزو ته په اشاره څرګنده کړه: «زموږ بودجه یې هېواد ته نه ده لېږدولې، په خپل ځای ده، فیفا او ایاېفسي ویلي، هرکله چې بانکي شرایط عادي شي، بودجه لېږدول کېږي.»
نوموړی وايي، د هېواد د فوټبال لپاره تر ټولو لویه ننګونه اقتصادي ننګونه ده چې له امله یې هغوی ډېر پرمختګ نه دی کړی.
هغه له خلکو په ځانګړې توګه له هغو خلکو چې مالي حالت یې ښه دی، وغوښتل چې د خپل هېواد د فوټبال ملاتړ وکړي او که ملاتړ نکوي، لږ تر لږ تخریب ونه کړي؛ ځکه چې فوټبال ټول هېواد پورې اړه لري.
ورته مهال، د افغانستان د فوټسال ټیم لوبغاړي مبارکشاه زماني روان کال د تېر کال په پرتله له لاستهراوړنو ډک وباله او زیاته یې کړه: «۲۰۲۴ کال د هېواد د فوټسال او فوټبال پرمختګ لپاره یو ډېر ښه کال و چې زموږ ملي ټیم د اسیا نړۍوال جام او ملتونو جام ته لار وموندله او د هېواد داخلي لیګونه هم ترسره شوي دي.»
نوموړي له فدراسیونه وغوښتل چې په راتلونکي کال کې هم دا ډول اسانتیاوې رامنځته کړي څو ورزشکاران لا ډېر پرمختګ وکړي.
دغهراز، د فوټبال بل لوبغاړي جعفر شفاعي هم دغه کال له لاستهراوړنو ډک وباله او له فدراسیونه یې وغوښتل چې د ورزشکارانو لا ډېر ملاتړ وکړي څو راتلونکي کې د هېواد په فوټبال او فوټسال کې ښه پایلې ترلاسه کړي.
خو د فوټبال شنونکی شهزاد شیرزیاد وايي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په روان او تېرو کلونو کې کومه لاستهراوړنه نه درلوده.
هغه زیاتوي: «له بده مرغه د فوټبال فدراسیون په ۲۰۲۴ کال کې د منلو وړ فعالیت نه درلود او د افغانستان خلک د فوټبال د ښه فعالیت په تمه و چې نه یوازې په ۲۰۲۴ کال کې بلکې په نورو تېرو کلونو کې یې هم ښه فعالیت نه درلود.»
هغه د فوټبال فدراسیون له مدیریت څخه په نیوکې څرګنده کړه: «کېدای شي ووایو چې د افغانستان د فوټبال د سم مدیریت نشتون د دې لامل شوی چې فوټبال او فدراسیون له ناورین سره مخ شي او څو مشهورو روزونکي مو د سم مدیریت د نشتون له امله له لاسه ورکړل.»
هغه زیاته کړه چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون لپاره لازمه ده چې په مدیریت کې بدلون راولي څو وکولای شي په مالي برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.
شیرزاد له فیفا هم وغوښتل چې د افغانستان د خلکو او فوټبال ترڅنګ ودریږي او د افغانستان فوټبال له هغه ناورین سره چې ورسره مخ دی وژغوري.
د فوټبال مینهوال
د هېواد د فوټبال یو مینهوال سلیم سروري وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د فوټبال په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.
نوموړي د فوټبال له فدراسیون څخه وغوښتل چې وړتیاوې او استعدادونه پیدا کړي او تر ټولو ښه او وړ لوبغاړي ملي ټیم ته جذب کړي.
د فوټبال بل مینهوال نایان پوپلزي وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې د هېواد د فوټبال لپاره د لاسته راوړنو ډک کال و او له فدراسیون یې وغوښتل چې استعدادونه او وړتیاوې وهڅوي.
د ویلو وړ ده چې په دغه کال کې د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د نړۍوال جام په سیالیو کې تر دویمې مرحلې ورسید او د فوټبال ۱۷ کلن ټیم د اسیا هېوادونو جام ته لار وموندله چې په ۲۰۲۵ کال کې ترسره کیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP