کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارژدافیر سره ليدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، په اروپا کې د افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو د بیا ځلې انسجام او پیلېدو د عملي هڅو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن په کابل کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له شارزدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن سره وکتل.
ستانکزي په دې لیدنه کې هیله څرګند کړې چې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ دوه اړخیزې سیاسي او بشردوستانه اړیکې لا پیاوړې شي.
خبرپاڼه کې راغلي، رابرټ هم په دې لیدنه کې ټينګار کړی چې هېواد به یې له افغانستان سره د بدیل معیشت او نورو بشري برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو سیاسي، ټولنیزو او بشردوستانه اړیکو د پیاوړتیا او دوام سربېره، په اروپا، په ځانګړې توګه بریتانیا کې د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو د بیا ځلي انسجام او رامنځته کولو د عملي هڅو ژمنه هم وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP