میدانښار (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د میدانوردګو د چک ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وایي، د چک بند په اوبو د خلکو ستونزې هوارېږي خو اړتیا ده چې د بند ځینې برخې پاکې شي. بلخوا مسوولین راتلونکو څو میاشتو کې د دغه بند له برېښنا د ګټې اخیستنې خبره کوي.
د چک بند د میدانوردګو ولایت د چک ولسوالۍ د مرکز په دوه کیلومترۍ کې موقعیت لري. د بند کاسه یې دوه زره متره اوږدوالی، په منځني ډول ۳۰۰ متره پلنوالی او له ۱۲ تر ۱۶ مترو پورې لوړوالی لري.
د چک بند اوبه
د چک بند ته ورڅېرمه د نوره خېل کلي یوه بزګر عبدالولي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه بند په اوبو د خلکو زرګونه جریبه ځمکه خړوبېږي او له پخوا یې د ځمکو حاصل هم ښه شوی دی.
دی وایي، د بند د کاسې یو څه برخه پاککاري شوې خو لا هم اړتیا ده چې د ځینو برخو پاککاري یې وشي څو د اوبو د ذخیره کولو وړتیا یې لوړ شي.
هغه زیاتوي: «زموږ د فصلونو حاصل تر پخوا ډېر ښه شوی، خو که د دې بند پاک کارۍ ته پاملرنه زیاته شي، ښایي له پسرلي تر مني پورې به په بند کې اوبه موجودي وي.»
د یادې ولسوالۍ د بمبايي کلي اوسېدونکي حسیبالله وویل، پخوا د چک بند ته الوتونکي دومره نه راتلل خو له کله راهیسې چې حکومت په ښکار بندیز لګولی، دغه بند ته د الوتونکو راتګ زیات شوی دی.
دی وايي: «د شکر ځای دی چې حکومت د مرغیو ښکار بند کړی او له همدې سره دلته[چک بند ته] ډېر مرغان راځي، بل د دې ترڅنګ چک بند ډېر په زړه پورې کبان هم لري.»
نصرالله چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې په یاد بند کې د اوبو د تړلو او خوشي کولو دنده پر غاړه لري وايي، پخوا د دې بند وضعیت خراب و، ان دا چې له خټو او شګو له امله د بند یوه دروازه هم زیانمنه شوې وه، خو اوس دا ستونزه حل شوې او د ډېرو اوبو ذخیره کولو وړتیا لري.
ده وویل: «کله چې د دې بند د دروازو پاککاري وشوه، د اوبو د ذخیره کولو ظرفیت یې هم شاوخوا ۱۳ مترو ته لوړ شو، پخوا د بند پاککاري نه وه شوې او اوبه یې هم همداسې روانې وي، خو که تاسې وګورئ په یوه شپه کې بند کې اوبه ډېرې شوې او اوس مو خوشي کړې.»
راتلونکو څو میاشتو کې د چک بند د برېښنا تولید پیلېږي
د چک له بنده نه یوازې د ځمکو خړوبولو لپاره ګټه اخیستل کېږي، بلکې ځايي خلک ورته په تمه دي چې له برېښنا یې هم برخمن شي.
د یاد بند یوه مسوول مولوي عبدالله خادم وویل، دا مهال د بند د بیارغونې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او د پخواني ماشینونو پر ځای د برېښنا نوي ماشینونه هم فابریکې ته رسېدلي دي.
دی وايي:«تقریباً اویا سلنه کارونه شوي، اوس له دې وروسته د لاین او ترانسفرمر کارونه هم پیلوو، له موږ سره وعده داسې شوې چې په راتلونکو درېېو میاشتو کې به ماشینونه نصب شي او تر ثور میاشتې پورې به یې بشپړ کارونه خلاص شي او د برېښنا تولید به پېل شي.»
د هغه په خبره، د دغه بند د برېښنا چارو په بشپړېدو سره به پنځه زره کورنۍ له نهه اعشاریه درې مېګاواټه برېښنا څخه برخمنې شي.
د یادونې ده، د چک برېښنا فابریکه له بنده لرې جوړه شوې چې درې توربینونه لري، پخوا د همدې برېښنا پرمټ د شاوخوا سیمو په ګډون ان د کابل جنوب لوېدیځي برخې او د شاهي ارګ ودانۍ هم روښانېدلی خو په ۱۳۴۳ هـ ش کال کې د یو توربین د خرابېدو له امله یې کابل ته د برېښنا ورکولو توان له لاسه ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP