Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ البرز ولسوالۍ اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

مزارشریف (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳): د بلخ ولایت البرز ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغوی دغه راز له حکومته غوښتنه کوي چې په یاده ولسوالۍ کې دې مخابراتي سایټونه جوړ شي او دې ستونزې ته دې ژر تر ژره رسېدنه وشي.

البرز د بلخ یو له لرې پرتو ولسوالیو څخه ده چې د دغه ولایت له مرکز مزارشریف ښار څخه ۸۵ کیلومټره واټن او شاوخوا ۸۰ زره تنه نفوس لري.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د اړیکو نیولو لپاره اړ کېږي چې څو کیلومتره لار ووهي او د دې ولسوالۍ یوې لوړې څوکې ته ولاړ شي.

د دې ولسوالۍ د چقناق کلي اوسېدونکي محمدنظر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د البرز ولسوالۍ د ډېری سیمو اوسېدونکي مخابراتو خدماتو ته لاسرسی نه لري او اړ دي د اړیکو نیولو لپاره یو ساعت مزل وکړي څو د غره سر ته پورته شي.

هغه دغه راز وایي چې د واورې او باران د ورښت پر مهال غر سر ته ختل ورته سخت وي چې د ژمي په رارسېدو سره یې ستونزې لا ډېرېږي.

دغه راز، د دې لسوالۍ یو بل اوسېدونکی محمدجاوید هم وايي، د مخابراتي خدماتو نشتوالي له امله دوی نورو سیمو کې د خپلو خپلوانو له حال احوال څخه په اسانۍ نه خبرېږي.

هغه وویل: «کله چې زموږ په کلي کې کومه جدي ستونزه پیدا شي، د مخابراتي انتنونو نشتون له امله دوستان او خپلوان مو له ورځو – ورځو وروسته خبرېږي، مونږ هم د هغوی له حاله نه خبرېږو.»

نوموړی غوښتنه کوي چې حکومت دې هر څه ژر د دوی دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

ورته مهال، د دې ولسوالۍ سیمه‌ییز مسوولین هم د خلکو یاده ستونزه مني.

د البرز ولسوال سیف‌الله پژواک ته وویل: «د مخابراتي ستونزې ډېرې دي، له خلکو سره مو اړیکه نشته، که په کومه سیمه کې یوه ستونزه پېښه شي ډېر وروسته خبرېږو؛ ځکه خلک د ولسوالۍ مرکز ته راځي او خپلې ستونزې شریکوي.»

بل خوا، د افغانستان مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اتر) مسوولین د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې دې ستونزې ته به یې ډېر ژر رسېدنه وکړي.

د یادې ادارې ویاند جلال‌الدین شمس پژواک ته وویل چې روان کال د بلخ ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د دې ادارې له پراختیایي بودجې څخه د ۱۱ مخابراتي سایټونو د جوړېدو چارې پیل شوي.

د نوموړي په خبره، دغه اداره هڅه کوي څو په هغو لرو پرتو سیمو کې مخابراتي سایټونه جوړ او انتونه ولګول شي چې اوسېدونکي یې له مخابراتي خدماتو بې‌برخې دي.

د یادونې ده چې د بلخ د البرز ولسوالۍ سربېره د دغه ولایت د نورو لرو او غرنیو ولسوالیو اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.