جلالاباد (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۳): د ننګرهار په خوږياڼو او د زابل په ارغنداب ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې شوې.
د ننګرهار ولايت د کليو بیارغونې او پراختيا رياست وايي، د جاپان د بېړنیو مرستو موسسې له لوري په خوږياڼو ولسوالۍ کې د څښاک اوبو رسولو يوه شبکه جوړه شوه.
مسوولين وایي، پر دغه پروژه باندې د (JEN) موسسې شپږ ميليونه او ۱۴۷ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د پنځو کليو خلک به ترې ګټه واخلي.
د ننګرهار د کليو پراختیا او بیارغونې رييس مولوي قسمتالله مبارز د دې پروژې د پرانیستې پرمهال وويل چې د يادې پروژې موخه خلکو ته د څښاک اوبو برابرول او د ناروغيو مخنیوی دی.
هغه زیاته کړه، پر دغه پروژه باندې شپږ ميلیونه او ۱۴۸ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند زاوې سیمې د ګلشیر، امیرشیر، باغ کلي، الفخېل او کډالۍ کلیو سلګونه کورنۍ او پنځه جوماتونه یې له پاکو اوبو برخمن شوي دي.
نوموړي دا هم وويل چې په دې پروژه کې د ۱۳۰ مترو په ژوروالي یوه څاه کیندل شوې، د ۶۰ زره لېترو په وړتیا یوه ذخیره جوړه شوې، ۲۸ سولر تختې نصب شوې، ۱۴ کیلومتره پایپ غځول شوی او ۱۰۱ شیردهنونه ورته نښلول شوي دي.
د کليو پراختیا رييس وايي، د دې پروژې د رغولو په چارو کې لسګونو ځايي خلکو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي د دې پروژې له بشپړېدو خوښ دي.
د الفخېل سيمې يوه اوسېدونکي روښان خان پژواک ته وويل، له دې مخکې ډېرو خلکو د ویالو او څاهګانو له اوبو ګټه پورته کوله چې ډېر کله به يې خلکو ته روغتيايي ستونزې هم رامنځته کولې.
دغه راز د یو بل خبر له مخې، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د زابل د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په اختر کلي کې د ۶،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه.
خبرپاڼه کاږي، په یاده شبکه کې د ۸۰ مترمکعب په ظرفیت د پاکو اوبو یوې ذخیرې جوړول، د ۲۴ سولر تختو او ۱۳۵ شیردهنونو نښلول شامل دي.
د خبرپاڼې په حواله، د دې شبکې د کار په لړ کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د یاد کلي ۳۸۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP