Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پروان کې د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

چاریکار (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۳): د پروان امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د پروان منیې قوماندانۍ ویاند فضل‌الرحیم مسکین‌یار پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون مازدیګر د دغه ولایت د جنوبي سالنګ ولسوالۍ په ګهوراه‌سنګ سیمه کې یو ټکسي کرولا موټر له سړکه وتلی او سیند ته لوېدلی دی.

هغه زیاته کړه چې د دې پېښې په پایله د موټرچلوونکي په ګډون دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د پېښې مړي او ټپیان د امنیتي کسانو له لوري لومړی د ګهوراه‌سنګ روغتیايي مرکز او وروسته د پروان د باغ‌میدان ۲۰ بستریز او ملکي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودلی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه موټر له تخاره کابل ته پر لاره و او د پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي بلل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.