Language

د نیمروز اوسېدونکي: د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درملو د پلور مخنیوی دې وشي

زرنج (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې په ځینو درملتونونو کې د بې‌کیفیته درملو له موجودیته شکایت او د هغو د مخنیوي غوښتنه کوي چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست وايي چې په دې اړه یې ځیني اقدامات کړي دي.

د دغه ولایت د چهاربرجک ولسوالۍ اوسېدونکی حشمت‌الله نوري چې خپله عمر خوړلې او ناروغه مور یې د درملنې لپاره د زرنج ښار ولایتي روغتون ته راوستلې، په بازار کې د شته بې‌کیفیته په اړه شکایت کوي او وايي: «مور مې د زړه، شکر او د وینې لوړ فشار ناروغي لري، خو هرڅو دوا چې اخلم تاثیر نه کوي.»

هغه د بې‌کیفیته درملو د پلور او وارداتو د مخنیوي غوښتنه کوي.

په همدې حال کې، د زرنج ښار اوسېدونکی محمدکریم هم په درملتونونو کې د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درملو د موجودیت په اړه اندېښنه څرګندوي.

هغه زیاته کړه: «تېره شپه مې خپلې لور ته چې زکام وه، د ښار له یوې دواخانې دوا واخیسته، خو وضعیت یې نور هم خراب شو، بې‌حاله شو او استفراق یې وکړ، کله مې چې ډاکټر ته بوتله، د دوا تاریخ یې وکوت چې تر وخت تېره شوې وه.»

هغه هم وویل چې د نیمروز عامې روغتیايي ریاست باید د تاریخ تېر درملو د پلور مخه ونیسي.

دغه راز، د زرنج ښار بله اوسېدونکې حلیمه چې د عصبي فشار ناروغي لري، هم ورته شکایت لري او وايي: «دوا‌خانې چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي، باید بندې شي او جواز یې ضبط شي، باید له عمده پلورونکو او د درملو له واردوونکو پوښتنه وشي.»

په همدې حال کې، د نیمروز د عامې روغتیا رییس مولوي عبدالرحمن عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ریاست د عمومي روغتیا کچې لوړولو او پر روغتیايي، د درملو او خوراکي توکو پر تاسیساتو د څارنې برخه کې پراخ نظارتي اقدامات کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، روان کال د عامې روغتیا نظارتي ټیم د زرنج ښار له ۷۷ درملتونونو لیدنه کړې چې له دې ډلې ۱۲ درملتونونه د غیرمسلکي کسانو د فعالیتونو، د روغتیايي معیارونو نه مراعاتولو او تاریخ تېر درملو د پلور له امله تړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د پنځو درملتونونو فعالیت درول شوی دی.

د هغه په خبره، د دغه ریاست نظارتي ټیم د درملتونونو ترڅنګ د خوراکي توکو پر هټیو، نانوايي‌ګانو، یوناني درملتونونو، رسټورانټونو، کلینیکونه، معاینه‌خانو او لابراتوارونو هم څارنه کړې چې له ټولو ۸ ټنه تاریخ تېر او بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.

عبدالله زیاته کړه چې د دوی د څارنې په نتیجه کې د ۱۵ لابراتوارونو له ډلې یوازې یو لابراتوار د غیرمسلکي فعالیت له امله تړل شوی. دغه راز، د غاښونو د پروتیز د ۱۴ معاینه‌خانو له ډلې درې معاینه‌خانې د روغتیايي اصولو تر نه رعایتولو له امله تړل شوې او د درملو د ۱۴ عمده پلورنځيو له ډلې بیا درې پلورنځي تړل شوي دي.

نوموړي وویل چې له درملتونونو په جدي ډول څارنه کېږي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.