Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برازیل کې د ترافیکي پېښې له امله ۳۸ مړه او اته نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د برازیل په جنوب‌ختیځ کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۳۸ مړه شوي او اته تنه ټپیان دي.

د امریکا غږ راپور له مخې، دا پېښه تېره ورځ د برازیل د میناس ګیریاس په ایالت کې د یو بس ټکر له امله شوې او له ټکر وروسته بس موټر اور اخیستی.

په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۳۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اته تنه نور ټپیان دي.

د برازیل ولسمشر لیوس ایناسیو لولا ډا سلوا هم دغه پېښه ناوړه غمیزه بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.