کابل (پژواک، ۲ مرغومي ۱۴۰۳): ډاکټران وايي، د «رحم فېبروم» ناروغۍ په اړه د ځینو کورنیو د پوهاوي نشتوالی پر ښځو او نجونو د بدګومانۍ او د هغوی پروړاندې د تاوتریخوالي لامل شوی او ان په ځینو مواردو کې یې بدې او ناوړه پایلي هم لرلې دي.
د ډاکټرانو په وینا، فېبروم په ښځو او نجونو کې یوه له نسبتا عامو ناروغیو څخه ده چې د رحم په دیوال کې د غیرسرطاني کتلې د ودې لامل کېږي. د میاشتنۍ ناروغۍ نامنظمېدل او په دغه وخت کې شدیده وینه بهېدنه او مکرر ادرار د دغې ناروغۍ نښې دي.
د هغې نجلۍ کیسه چې پر فېبروم ناروغۍ د اخته کېدو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ
د کابل ښار د کارتهنو سیمې اوسېدونکې بيبي طاهرې پژواک خبري اژانس ته وویل: «څو کاله مخکې مې د تره لور چې ۱۶ کلنه وه، په خپله میاشتنۍ ناروغي کې یې له سختې وینې بهېدنې او درد شکایت کاوه او هره ورځ یې خېټه لوېدله، کاکا او د کاکا زامن مې دغه وضعیت ته متوجه شول او پر نجلۍ یې بد ګومان وکړ.»
هغې زیاته کړه: «دا چې نجلۍ یې ډاکټر ته بېوله، یوه ورځ ټول لکه پولیس پرې راټول شول په یوه کوټه کې یې بنده او څېړنې یې ترې پیل کړې او تر دې حده یې وډبوله چې نجلۍ بیهوښه شوه او شدیده وینه بهېدنه ورته پیدا شوه.»
د طاهرې په وینا، له کوټې څخه د نارینهوو له وتلو وروسته یې مور راغله او لور یې په پټه روغتون ته بوتله، خو نجلۍ د سختې وینې بهېدنې او ډبلو له امله د تلویزیوني معاینې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.
هغې زیاته کړه: «د ټلویزیوني معاینې پر مهال معلومه شوه چې نجلۍ امیندواره نه بلکې ډېر غټ فېبروم لري، خو حیف چې نجلۍ نوره ژوندۍ نه وه او مړه شوې وه.»
هغه ښځې چې له دغه ډول ستونزو سره مخ شوې
د پکتیکا ولایت اوسېدونکې ۳۲ کلنه ذکیه (مستعار نوم) وویل: «۱۸کلنه وم، میاشتنۍ ناروغي مې نامنظمه وه او هم مې د میاشتنۍ ناروغي پر مهال د ملا او خیټې سخت درد درلود، د شرم له امله مې هیچا ته خپله ستونزه نه ویله، څه باندې یو کال مې دغه ستونزه درلوده، ستونزه مې ډېره شوه، او ورو ورو مې خېټه لوېدله.»
نوموړې وايي چې د خپلې خیټې لویېدو ډېره اندېښنه کړې وه او دغه ستونزه یې له خپلې مور سره شریکه کړې وه څو هغه ډاکټر ته بوځي.
هغې زیاته کړه: «کله چې مې مور ته وویل، ډېره وډاره شوه چې ولې دې خېټه غټه شوې، وروڼه مې هم پوی شوي وو، مور ته مې وویل چې ما ډاکټر ته بوځي، کله چې د کلینیک ډاکټر ته لاړم، تلویزیوني معاینه یې وکړله، له بده مرغه ډاکټرې مې مور ته وویل، ښايي لور دې امیندواره وي؛ ځکه په رحم کې یې کوم څه ښکاري.»
هغې چې د خپل ژوند د دغې ترخې خاطرې په بیانولو ژړل ویې ویل: «مور مې هماغه شېبه راباندې غوسه شوه، وار یې راباندې وکړ، زه یې همالته وډبولم راته یې وویل څه دې کړي، قسم مې وکړ چې څه مې نه دې کړي خو په خبره مې چا باور ونه کړ، کله چې مې وروڼه خبر شول حتی ویې غوښتل ما ووژني، هر چاته مې قسم خوړ، هر یوه ته مې زارۍ کولې، خو چا راباندې باور نه کاوه او زه یې ډبولم.»
د ذکیې په وینا، د دې له امله چې هره میاشت میاشتنۍ ناروغي ورته پېښېده، نو مور یې لږ باور پرې وکړ چې لور یې څه نه دي کړې، خو د کورنۍ نارینهوو ان د هغې د وژلو پرېکړه کړې وه.
ذکیه زیاتوي: «بالاخره مې مور پریکړه وکړه چې ما کابل ته بوځي، کله چې ډاکټر ته لاړو، ډاکټر وویل فېبروم لري او باید عملیات شم.»
د کابل ښار د تایمني پروژې سیمې اوسېدونکې ۳۵ کلنه جمیله هم چې له ورته بد برخلیک سره مخ شوې وايي: «د فېبروم په لومړیو درېیو څلورو میاشتو کې نه پوهېدم چې څه ستونزه لرم، خېټه مې ورو ورو غټېدله، په پښو نشوای کېناستی، ورېندارې مې پېغور راکاوه چې خدای خبر څه دې کړې دي.»
نوموړې وویل، کله یې چې ډاکټر ته ورغلي، نو ورته ویل شوي چې فېبروم لري او باید عملیات شي.
ډاکټران: نجونو کې د فېبروم نښو په لیدو سره باید ژر تر ژر ډاکټر ته مراجعه وشي
د کابل ښار په «افغان هیلت روغتون» کې نسایي ولادي متخصصه فرزانه درانۍ وايي: «رحمی فېبرومونه غیرسرطانی کتلې دي چې دا د رحم د عضلې یو شمېر عضلي انساج دي چې د رحم دننه یا بهر کې وده کوي.»
د هغه په خبره، فېبروم د جنتیکي او هورموني بدلونونو له امله په تخمدان کې رامنځته کېږي او د فیبروم نښې په رحم کې د هغه په موقعیت او اندازې پورې اړه لري خو هر څومره چې ډېره وده ولري، هماغومره یې نښې نښانې څرګندېږي.
هغې وویل، له دردونو سره مل میاشتینۍ ناروغي، ډېره وینه بهېدنه او د دوو میاشتینو ناروغیو ترمنځ وقفه کې د وینې بهېدل د یادې ناروغۍ نښې دي.
ډاکټرې درانۍ سپارښتنه وکړه چې په بدن کې د یادو بدلونونو او نښو د لیدو په صورت کې باید مریض ژر تر ژر روغتیایي مرکز ته ولېږدول شي؛ ځکه د فېبروم اندازه د وخت په تېرېدو غټېږي او د نورو روغتیايي ستونزو لامل کېدای شي.
نوموړې زیاته کړه، کله چې یو سلیم تومور نورماله وده ونه کړي، مرګونی او خطرناک کېدای شي.
د هغه په خبره، فېبروم په ځینو نجونو کې ډېره چټکه وده کوي او په ځینو مواردو کې یې نجونو ته ستونزې رامنځته کړې دي.
ډاکټرې درانۍ زیاته کړه، سره له دې چې فېبروم ځینو نجونو ته روغتیايي ستونزې رامنځته کوي، ځینو مواردو کې پر نجونو د کورنیو د شک لامل هم شوی دی، هغې د خپلې یوې ناروغې یادونه وکړه او ویې ویل: «څه وخت مخکې یې له لوګر ولایت څخه راته یوه ۱۸ کلنه نجلۍ راوړې وه چې روغتیايي وضعیت یې خراب و، د بدن ټپونو یې د دې څرګندونه کوله چې ډبول شوې ده.»
هغې زیاته کړه: «بیچاره نجلۍ فېبروم درلود، مور یې د نجلۍ په بدن کې د نښو نښانو په اړه د هغې له پلار سره خبرې کړې وې خو له بدهمرغه پلار یې پرې ډېر خراب شک کړی و او فکر یې کړی و چې مور او لور یې ترې څه پټوي، لومړیو کې یې دواړه تر دې حده ډبولې وې چې ټول بدن یې تور او شین اوښتی و.»
د ډاکټرې فرزانې په خبره، د مور په ټینګار یې پلار او ورونو پرېکړه وکړه چې نجلۍ کابل ته ډاکټر ته راوړي خو ګواښ یې وکړ چې که نجلۍ امیندواره وي، هغه به پر لاره ووژني.
هغې زیاته کړه: «کله یې چې ناروغه روغتون ته راوړه، تلویزیونې معاینې مو وکړې، معلومه شوه چې فېبروم لري، مور او لور وروسته له تشخیصه دومره وژړل ته وا څوک مړ شوی وي خو ژړا یې د خوشحالۍ وه؛ ځکه د لور له لمنې یې د بدنامۍ تور داغ پاک شو.»
ډاکټر فرزانې زیاته کړه: «ما خپله د نجلۍ پلار او ورونه راوغوښتل او مسله مې ورته روښانه کړه، کوم اسناد چې راسره وو، هغوی مې باوري کړل، ان پلار یې وژړل او و یې ویل چې موږ پرېکړه کړې وه چې خپله لور له منځه یوسو، یعنې داسې پېښې مو ولیدلې، د خدای شکر مو وویست چې د یو انسان ژوند مو وژغوره.»
نوموړې د یادې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوۍ کچه ډېره ټیټه وبلله او زیاته یې کړه، له هغو ولایتونو څخه ورته ډېرو ناروغانو مراجعه کړې ده چې مېرمنو لپاره پکې ډېر روغتیايي خدمتونه نشته.
هغې له رسنیو او د افغانستان د عامې روغتیا له وزارت وغوښتل چې د یادې ناروغۍ په اړه د خلکو د پوهاوي ډېرولو په موخه باید د عامه پوهاوي برنامې لا پراخه کړي.
په همدې حال کې، د کابل ښار په شفاجو روغتون کې د نسايي ولادې برخې متخصصه بنفشې عارفي د ډاکتر فرزانې د خبرو په تایید وویل: «په فېبروم د اخته کېدو یوه نښه د هغه لویېدل دي، هغو بدلونونو ته په کتو چې د ناروغ په خېټه کې رامنځته کېږي… ناروغ له درد نه شکایت کوي، د پښو او ملا له درده ځورېږي او د دروندوالي او سستۍ احساس کوي او دغه راز له مکرر ادرار او قبضیت هم کړېږي.»
هغې زیاته کړه: «موږ داسې ناروغان درلودل چې والدینو خپلې لوڼې راوستلې وې چې په خېټه کې یې یوه کتله پیدا شوې، دوی به ورته ویل چې یو ځل معاینه شي چې څه شی دي، کله به چې تشخیص شو چې فېبرروم دی، نو شک به یې له منځته تلو.»
ډاکتر عارفي له کورنیو وغوښتل چې په خپلو اولادونو کې د فېبروم د نښو له لیدو سره باید هغوی ژر تر ژره ډاکتر ته بوځي او ناروغ ته روحیه ورکړي.
به همدې حال کې، په کابل ښار کې د ملالۍ زېږنتون روغتون رییسې ډاکتر ملالۍ رحیم فیضي پژواک ته وویل چې فېبروم یو سلیم تومور دی چې د ښځو او نجونو په رحم او له رحم بیرون رامنځته کېږي او په ځینو مواردو کې ډېر ژر وده کوي.
هغې وویل: «یو تومور په چټکۍ وده کوي او په دوو یا درېیو میاشتو کې ډېر لوېیږي او ځینې یې ورو وده کوي چې له شپږو تر یوه کاله پورې لویېږي.»
هغې له کورنیو وغوښتل څو پر دغه ناروغۍ اخته کسان تر فشار لاندې رانه ولي او ژر تر ژره یې ډاکتر ته بوځي.
هغې زیاته کړه: «یو شمېر ولسوالۍ چې له روغتیايي مرکزونو لرې دي او ځینې داسې کورنۍ هم شته چې د رواج او دودیزو عنعناتو پاللو له امله ډېرې وروسته پاتې دي او د روغتیايي پوهاوي کچه یې ټیټه ده، خپلو لوڼو ته ستونزې جوړوي ان شرم بولي چې ناروغ ډاکتر ته بوځي.»
هغه وايي، پر ټولو نسايي ناروغیو هر وخت د یوې نجلۍ د اخته کېدو امکان شته؛ نو کورنۍ باید دې موضوع ته پاملرنه وکړي او پر خپلو لوڼو فشار رانه وړي.
هغې زیاته کړه: «داسې نجونې شته چې کله یې موږ معاینه کوو، فطبروم یې دومره لوی شوی وي چې فکر کوې ښايي د ۶ یا ۷ حامله وي، ځینې کورنۍ په ځانګړې ډول هغوی چې په کلیو کې ژوند کوي، ډاکتر ته مراجعه نه کوي.»
هغې د دې ستونزې په اړه د خلکو د پوهاوي کچې ټیټوالي ته په اشارې وویل، څو کاله مخکې یې یوه نجلۍ له بامیان څخه راوستلې وه، پلار یې پر لور شک درلود، خو له تلویزیوني معاینې وروسته معلومه شوه چې فېبروم لري.
ډاکتر فیضي وړاندیز کوي چې په دې اړه دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي.
دیني عالم: پر خپلو لوڼو مو له بدګومان ډډه وکړئ
یوه دیني عالم مفتي شمشالرحمن فروتن، بدګوماني ناروا عمل وباله او ویې ویل: «ځینې کسان د نجونو او ښځو په اړه ناسم ګمان کوي، د بېلګې په توګه، که یوه ښځه چاغه وي او د یوې ښځې لږ وزن زیات وي او داسې معلومه شي چې ښايي حمل ولري، نو هغه کس چې هغه په حمل تورنوي، هغه په حقیقت کې دغه ښځه په زنا تورنه کړې ده، باید خپل د څلورو شاهدانو له لارې ثابت کړي.»
هغه وویل: «که په څلورو شاهدانو یې ثابت کړ خو ډېره ښه ده؛ له دې پرته چې څوک یوې نجلۍ ته وایي چې ته حامله یې، په داسې حال کې چې هغه خاوند ونه لري، که یې ثابت نه کړي، هغه څوک چې دغه تور یې لګولی، باید اتیا دورې ووهل شي.»
هغه سپارښتنه وکړه، له بدګومانۍ چې په ځینو مواردو کې د تاوتریخوالي لامل هم کېږي، باید ډډه وشي او له کورنیو یې وغوښتل چې د بدګومانۍ پر ځای دې خپل ناروغ ډاکتر ته بوځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP