Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ارواپوهان: د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له‌خوا د موبایلونو ډېر کارول د هغوی زده‌کړې، ذهن او چلند اغېزمنوي

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۳): ځینې ارواپوهان وايي چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له لوري د موبایلونو او ټولنیزو شبکو ډېر کارول د هغوی پر زده‌کړو، ذهن او چلند منفي اغېز کوي او ان د ژر بلوغ ته رسېدو او جنسي انحرافاتو لامل یې هم کېږي.

ارواپوهانو دې ته په اشارې چې ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د موبایل او انټرنېټ ډېر کارول په هغوی کې د اضطراب، ژور خفګان او عاطفي تړاو پیدا کوي ټینکار وکړ چې کورنۍ د خپلو ماشومانو د موبایل او انټرنېټ کارولو لپاره ځانګړی وخت او مناسب بدیل وټاکي.

«ټولنیزې شبکې کولای شي له وخت مخکې د بلوغ او جنسي انحرافاتو لامل شي»

ارواپوه شرف‌الدین عظیمي وايي د اعتیاد په شکل او دغه راز د موبایل ډېر کارول د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د درس وخت نیسي، ټولنیزې اړیکې یې محدودوي، له ریښتینو لوبو څخه یې لرې ساتي او له والدینو سره د هغوی اړیکو ته زیان رسوي.

هغه دغه‌راز زیاته کړه: «خو ټولنیزې شبکې کولای شي متفاوتې اغیزې ولري. ښایي تر ناوړه استفاده وشي، کېدای شي داسې محتوا وویني یا واوري چې ان په بلوغ یې اغېز وکړي ( له وخت مخکې بلوغ ته رسېدل)، کېدای شي جنسي انحرافات او بېلابېل مسایل چې د عمر مناسب یې نه دي، ورته رامنځته شي.»

د هغه په وینا، د موبایل او انټرنېټ پر کارولو بشپړ بندیز به ناشونی وي او زیان هم لري، ځکه د تکنالوژۍ عصر دی، خو که والدین او ښوونځي ځینې ستراتیژۍ په پام کې ونیسي، نو ښايي هغه زیانونه چې ماشوم ورسره مخ کېدای شي، را کم کړي.

عظیمي زیاته کړه: «که والدین ښه الګو وي او وکولای شي د خپل ماشوم ورځنۍ چارې په سمه توګه تنظیم کړي، له هغوی سره ښې اړیکې ولري او په کور کې یو ارام او سم چاپېریال رامنځته کړي، موبایل او ټولنیزو شبکو باندې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له روږدي کېدو مخنیوی کیږي.»

ماسټر ارواه پوه بازمحمد نظري وايي، د ماشومانو بې‌خوبي، د ذهن د فعالیت کمېدل، عصبي ستونزې، ذهني ګډوډۍ او ضدیتوب د موبایل له اندازې د ډېرې کارونې له منفي اغېزو څخه دي.

هغه زیاته کړه: «له خوب مخکې له موبایل او ټولنیزو شبکو څخه د ماشومانو او تنکیو ځوانانو استفاده د دې لامل کیږي چې د خوب کیفیت یې کم شي او تر ډېره ویښ پاتې شي، له کورنۍ سره یې اړیکې ته زیان ورسوي. پر درس او زده کړو یې منفي اغېز کوي او د هغوی ګوښه والي لامل ګرځي.»

نظري له میندو او پلرونو وغوښتل څو له ۱۶ کاله کم عمره ماشومانو ته اصلا موبایل ورنه کړي او یا د لږ وخت لپاره یې ورکړي او هغوی لوبو  او کتاب لوستلو ته وهڅوي.

سرپرست حکومت دې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له لوري د ټولنیزو شبکو پر کارولو محدودیت وضع کړي

انګلسټان کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر محمدابراهیم دلیلي وايي چې په تېرو دوو لسیزو کې د ټکنالوژۍ په پرمختګ سره د موبایل کارول هم ډېر شوي چې ډېر کارول یې هم پر ماشومانو او هم  پر مشرانو منفي روغتیايي، اروايي او ټولنیزې اغېزې کړې دي.

د هغه په خبره، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو له لوري د موبایلونو ډېر کارول د سترګو د کمزورتیا، د خوب ګډوډېدو، د ذهن د کمزورتیا او د فزیکي حرکتونو نه درلودو له امله د چاغښت او ان پر شکر، د وینې د غوړ زیاتېدو او پر فشار ناروغۍ د اخته کېدو لامل کرځي.

هغه د نړۍوال روغتیايي سازمان سپارښتنو ته په اشارې وویل: «له یونیم کال کم‌عمره ماشومانو ته باید له موبایل هیڅ د استفاده اجازه ورنه کړل شي او له دوو تر پنځو کلنو ماشومان باید په ۲۴ ساعتونو کې له یو ساعت ډېر موبایل ونه کاروي.»

هغه په اسټرالیا کې له ۱۶ کلونو پر کم‌عمره ماشومانو د ټولنیزو شبکو بندیز ته په اشاره له سپرست حکومته وغوښتل څو د ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره د ټولنیزو شبکو پر کارولو محدودیت ولګوي.

«له موبایل څخه مې د اولادونو ډېره استفاده د دې لامل شوې وه څو له ټولنې او ټولنیزو اړیکو لرې پاتې شي.»

په همدې حال کې، ځینې میندې او پلرونه د خپلو اولادونو له لوري د موبایل ډېرې کارونې ته په اشارې وايي، هڅه کوي څو له موبایل د استفادې پر ځای، نورو پروګرامونو ته د خپلو اولادونو پام واړوي.

د کابل اوسېدونکی قدرت‌الله فرزان وايي، له موبایل ډېره استفاده یې د اولادونو د درس او خوب د وخت ګډوډېدو او له ټولنې او ټولنیزو اړیکو د لرې کېدو لامل شوې وه.

هغه زیاته کړه چې له همدې امله یې اولادونو ته د لوبو وسایل اخیستي څو له موبایل نه ډېره استفاده ونه کړي او د زده‌کړې پروګرامونو ته پاملرنه وکړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالکریم رحیمي وايي، څو ځله یې اولادونه د شپې تر ناوخته د موبایل کارونې له امله سهار ښوونځي ته له تلو پاتې شوي دي.

هغه وویل چې خپلو اولادونو ته د موبایل کارونې لپاره د یوه مشخص وخت ټاکلو هڅه کوي څو له دې لارې یې له موبایل او ټولنیزو شبکو لرې وساتي او د لوبو او تفریحي وسایلو سره لېوالتیا پیدا کړي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې د تنکیو ځوانانو او ځوانانو تر منځ له ځیرک موبایلونو استفاده د پام وړ ډېره شوې او د فېسبوک، اټس‌اپ، انسټ‌ګرام او ټیک‌ټاک په شان ټولنیزې شبکې د دوی ترمنځ ډېر مشهورې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه اسټرالیا هېواد له ۱۶ کلونو د کم‌عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو شبکو پر کارونو د بندیز قانون تصویب کړ او ډېر ژر به په نړۍ کې لومړنی هېواد شي چې دغه ډول قانون پلی کوي.

اسټرالیا هېواد هیله لري چې د دغه بندیز له لارې د هغو کورنیو رضایت جلب کړي چې پر ټولنیزو رسنیو د خپلو اولادونو روږدي کېدو ته اندېښمنې دي.

په همدې حال کې، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې ایا وزارت د ماشومانو له لوري د ټولنیزو شبکو پر کارولو د بندیز لپاره کوم پروګرام لري او کنه؟ وویل، دغه وزارت د افغانانو د کلتور، عنعناتو او عقایدو پر بنسټ انټرنټي خدمات وړاندې کوي.

الکوزي پژوک ته وویل چې دغه وزارت په تېرو درېیو کلونو کې ټول غیراخلاقي سایټونه او هغه کاریالونه او ګېمونه بند کړي چې ځوانان یې مصروف کړي وو او د دوی وخت یې ضایع کاوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.