Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترکیې څه باندې ۷۰۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته را استولې

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۳): د ترکیې د ترانسپورټ وزارت ویلي، د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوویشتمه جوپه چې تر اووه سوه ټنه ‌ډېر خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، افغانستان ته واستول شوه.

آناټولی خبري اژانس د ترکیې د ټرانسپوټ وزارت له قوله لیکلي، د دغه هېواد د بشري مرستو یوویشتمه جوپه چې ۷۲۳ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، د «مهربانۍ کاروان» تر عنوان لاندې په ۵۱ کانتینرونو کې افغانستان ته استول شوې.

سرچینه لیکي چې له افغانستان سره د ترکیې په دغه مرسته کې خیمې، کمپلې، د اشپزخانې وسایل، اوړه، جامې او روغتیايي توکي شامل دی.

د ترکیې د ترانسپورټ وزارت زیاته کړې: «ترکیه په سیمه کې د خپلو وروڼو ملاتړ ته دوام ورکوي. د انسانیت په نوم دغه اقدام د ترکیې د سیمه‌ییزي رهبرې رول پیاوړی کوي. مرستې به تل د سولې او یووالي لپاره د امید څراغ وي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.