Language

ننګرهار او لغمان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۷ مرغومې ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد پژواک خبري اژانس ته وويل، د جلال‌اباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند تګاب کمپ سیمه کې نن د دوو کرولا موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.

هغه زياته کړه، په دغه پېښه کې يوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

د لغمان د امنیه قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي هم ووایي، نن تر غرمې وړاندې د اووم نمبر شهرا اړوند مشاله کمر سیمه کې د یو فورنراو فولډر ډوله موټرو ترمنځ ټکر رامنځته شوی دی.

هغه وویل، په دغه پېښه کې درېیو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو نن ټپی شوی دی.