کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، سعودي عربستان په کابل کې بیا خپل سفارت پرانیست، پر برمل ولسوالۍ د پاکستان هوایي برید کې ۹۲ کسانو ته مرګژوبله واوښته او د افغانستان ملي دفاع وزارت وویل چې تېره شپه یې په انتقامي برید کې د ډیورند فرضي کرښې هغه غاړه ځیني مرکزونه په نښه کړي دي.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- پر افغانستان د پاکستان هوایي برید کې ۹۲ کسانو ته مرګژوبله واوښته
- افغان ځواکونو هم انتقامي برید کې د ډیورند فرضي کرښې هغه غاړه ځیني پټنځایونه او مرکزونه په نښه کړل.
- د پاکستان له برید یوه ورځ مخکې د دغه هېواد استازي په کابل کې له چارواکو سره د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
- سعودي عربستان په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیست.
- اسلامي امارت د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې وغندلې.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان وو.
پاکستان تېره سهشنبې د شپې شاوخوا نهه بجې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل؛ افغان چارواکي وایي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي چې د برید د قربانیانو ډېری ځایي ملکي اوسېدونکي او یو شمېر وزیرستاني کډوال دي. د هغوی په وینا، د قربانیانو ډېر یې ښځې او ماشومان دي. یونیسف هم ویلي چې په دغه برید کې ۲۰ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، تېره شپه د هېواد د سوېلختيځ له استقامته د فرضي کرښې هغه خوا په څو نکتو کې «د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایتکوونکو پټنځايونه او مرکزونه انتقاماً» تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو چې په افغانستان کې بریدونو تنظيمېدل.
پکتیا کې یوې باوري سرچینې د جزئیاتو له ورکولو پرته پژواک ته وویل، د تېرې شپې په نښتو کې پاکستاني لوري ته «ډېره مرګژوبله» اوښتې ده.
دغه راز، هغه وایي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې هم درېیو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
پر افغانستان د پاکستان هوایي برید په تړاو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ؛ د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي یاد برید ته په اشاره ویلي چې که د پاکستان حکومت د افغانستان خاورې او خلکو ته په سپک نظر ګوري، نو له انګرېز، شوروي او امریکا دې درس واخلي.
دغه برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د پاکستان یو پلاوی افغانستان ته راغلی و او دلته یې له افغان چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې تېره اونۍ د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې ناپېژانده وسلهوالو د هند قونسلګرۍ یو افغان کارکوونکی ټپي کړ.
دغه راز، ځايي چارواکي وايي، ناپېژاندو وسلهوالو په اروزګان او پروان ولایتونو کې دوه کسان وژلي دي.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون
تېره اونۍ، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ويلي وو چې سلطانمحمود غزنوي هندوستان ته د لوټ تالان لپاره تګ راتګ کاوه او ګواکې خواجه اصف سلطانمحمود غزنوي د قهرمان په توګه نه مني.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر بېمسوولیته خبرې ردوي او دا له تاریخي واقعیتونو د هغه ناخبري بولي.
ده لیکلي: «تاریخ شاهد دی چې سلطانمحمود غزنوي رحمةالله علیه هر ځل د مظلومو ولسونو خصوصاً د مسلمانانو د نجات او ازادۍ لپاره هند او نورو سیمو ته تللی و او غزنوي رحمةالله علیه د ټول مسلمة امت لپاره یو افتخار دی؛ دا چې د پاکستان د دفاع وزیر په کچه اشخاص دومره له حقایقو ناخبره وي، د تأسف ځای دی.»
فطرت زیاته کړې: «یو پاکستانی مسوول په داسې حال کې د سلطانمحمود غزنوي په اړه ګستاخانه څرګندونې کوي چې د همدغه هېواد په دفاعي میزایلو باندې د محمود غزنوي نوم اېښودل شوی.»
کابل کې د سعودي عربستان سفارت پرانیستل
تېره اونۍ، افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد هېواد شاهي حکومت د افغانانو لپاره د ټولو خدمتونو وړاندې کولو د تمایل له مخې، پرېکړه کړې چې د دغه هېواد استازولي په کابل کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د سعودي عربستان سفارت د بېرته پرانیستل کېدو د هرکلي ترڅنګ ویلي، دا چاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.
د یادونې ده، تېره اونۍ ناروې له افغانستان سره ۴،۴۸ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP