Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې سلو کسانو ته د کوچني کاروبار جوړولو په موخه د شاتو مچۍ ووېشل شوې

مهترلام (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): لغمان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د ملګرو ملتونو د کډالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته سلو کسانو ته د کوچني کاروبار جوړولو په موخه د شاتو مچۍ وېشلې دي.

د لغمان د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي غلام‌الرحمن بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي مرسته یې د ۹,۷ میلیون افغانیو په لګښت په مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ کې سلو کسانو ته د کوچني کاروبار جوړولو په موخه د شاتو مچۍ او اړوند وسایل ورکړي دي.

د هغه په خبره، دغو کسانو ته یې لومړی درې میاشتې روزنه ورکړې او بیا یې هر یوه ته ۱۱۴ کیلو بوره، پنځه صندوقه د شاتو مچۍ، پنځه تش صندوقونه، دوه د شاتو د تصفیې دستګاوې، یوه خېمه او د مچیو ساتلو یو کېټ وېشلي دي.

ورته مهال، له یاد پروګرامه برخمن شوي کسان خوشاله دي او غوښتنه کوي چې حکومت دې خلکو ته د کوچنیو کاروبارونو جوړولو لپاره دغه لړۍ وغځوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.