کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۳): د روسیې بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اندېښن دی او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې له زغم کار واخلي او هڅه وکړي چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې مسکو د افغانستان او پاکستان پر سرحد کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه لري.
هغه ویلي: «نه یوازې پوځي کسان بلکې ملکي وګړي هم په ډزو کې وژل کېږي. موږ د ښکېلو خواوو نه غوښتنه کوو چې زغم وښیي او د خبرو اترو لپاره لاس په کار شي، تر څو شته ستونزې په سولهییزه توګه حل شي.»
پاکستان تېره سهشنبې د شپې شاوخوا نهه بجې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر ځینو سیمو هوايي بریدونه وکړل؛ افغان چارواکي وایي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۵۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر ۴۰ نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي چې د برید قربانیان ډېری ځایي ملکي اوسېدونکي او یو شمېر وزیرستاني کډوال دي. د هغوی په وینا، د قربانیانو ډېر یې ښځې او ماشومان دي. یونیسف هم ویلي چې په دغه برید کې ۲۰ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت تېره ورځ ویلي وو چې وړمه شپه د هېواد د سوېلختيځ له استقامته د فرضي کرښې هغه خوا په څو نکتو کې «د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایتکوونکو پټنځايونه او مرکزونه انتقاماً» تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو چې په افغانستان کې بریدونو تنظيمېدل.
پکتیا کې یوې باوري سرچینې د جزئیاتو له ورکولو پرته پژواک ته ویلي وو چې په دغو نښتو کې پاکستاني لوري ته «ډېره مرګژوبله» اوښتې ده.
دغه راز، هغه وایي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې هم درېیو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
پر افغانستان د پاکستان هوایي برید په تړاو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ؛ د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي یاد برید ته په اشاره ویلي چې که د پاکستان حکومت د افغانستان خاورې او خلکو ته په سپک نظر ګوري، نو له انګرېز، شوروي او امریکا دې درس واخلي.
دغه برید یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې د پاکستان یو پلاوی افغانستان ته راغلی وو او دلته یې له افغان چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP