Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د ۱۰ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو دوه شبکې جوړې شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۳): د ننګرهار د کليو بیارغونې او پراختيا رياست وايي، په دوربابا ولسوالۍ کې يې د لس ميليونه افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو دوه شبکې جوړې کړې دي.

مسوولین وايي، د دغو شبکو د جوړېدو لګښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا يونیسف ادارې له لوري ورکړل شوی او ۸۵۹ کورنيو ته يې د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمينه برابره کړې.

د ننګرهار ولايت د کليو بیارغونې او پراختيا رييس مولوي قسمت‌الله مبارز وايي چې د يونیسف په ۱۰ ميليونه افغانيو لګښت يې د دوربابا په ګوړوکو او ملاګورو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړې کړې دي.

هغه زياته کړه، دغه شبکې يوه يې د ۷۰ او بله يې د ۴۰ متره مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري چې ۸۵۰ کورنيو ته ترې اوبه ورکول کېږي.

دی وايي، د دې شبکې پايپونه د ۱۳زره مترو په اوږدوالي غځول شوي چې ۱۴۳ شير دهنونه يا نلکې ورته برابرې شوې دي.

د سيمې اوسېدونکي د دغو شبکو جوړېدو ته خوښ دي.

د ګوړوکو سيمې يو اوسېدونکی خیرمحمد وايي، کلیوالو يې له ډېرو لرو سیمو څخه اوبه راوړلې چې له ډېرو ستونزو سره مخ وو.

خو دی وايي چې اوس د دغو شبکو په جوړېدو سره د خلکو د څښاک اوبو د کمښت ستونزه حل شوې ده.

مسوولین وايي، هڅه کوي چې د دغه ولايت په نورو لرو سیمو کې هم د څښاک پاکو اوبو ورته شبکې جوړې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.