مهترلام (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳): د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې سږ کال د تېر کال په نسبت د چهارمغزو حاصلات نږدې دوه برابره ډېر شوي دی.
د لغمان د کرنې او مالدارۍ ریاست د ځنګلونو او څرځایونو ساتنې مدیر انجینر توریالي پیغام پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د دغه ولایت په الیشنګ، دولتشاه او الینګار ولسوالیو کې له ۴۵۵ هکتاره ځنګلونو ۳۷۳ ټنه چهارمغز راټول شوي دي.
د هغه په خبره، تېر کال له یادې اندازې ځنګلونو ۱۹۳ ټنه چهارمغز ترلاسه شوي وو چې سږ کال نږدې دوه برابره ډېروالی ښيي.
خو بل لور ته بیا د چهارمغزو سوداګر وایي، د تېر کال په نسبت سږ کال د چهارمغزو حاصلاتو کې ډېروالی راغلی خو وارداتي چهارمغزو یې بازار خراب کړی دی.
د دولتشاه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د چهارمغزو سوداګر دوستمحمد وویل، تېر کال یو من (اووه کیلو) چهارمغز په زر افغانۍ پلورل کېدل خو اوس یو من په شپږ سوه افغانۍ پلورل کېږي.
هغه زیاته کړه: «تر هغه چې له چین، امریکا او جرمني د چهارمغزو واردات بند نه شي، زموږ د وطني چهارمغزو بازار به همداسې خراب وي.»
دغه راز، د الیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکی او د چهارمغزو سوداګر محمد هارون له حکومته غوښتنه کوي چې د دوی د مالونو پلور لپاره په نړۍواله کچه بازار پیدا کړي.
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په لغمان کې په ټولیزه توګه ۱۱۳ زره هکتاره ځمکه ځنګلونو نیولې چې یوازې ۴۵۵ هکتاره یې د چهارمغزو ونې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP