Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې لسګونه ښځې د زعفرانو په کرکېله بوختې دي

شبرغان (پژواک، ۱۰ مرغومی  ۱۴۰۳): جوزجان ولایت کې یو شمېر بزګران، په ځانګړي ډول زعفران‌کاران له حکومته غواړي چې د زعفرانو د کښت برخه د مسلکې روزنې زمینه ورته برابره کړي څو ډېر حاصلات ترلاسه کړي.

د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په دغه ولایت کې ۳۰۰ ښځې د زعفرانو په کرکیله بوختې دي.

د شبرغان ښار د خیرخانې سیمې یوه اوسېدونکې شبنم چې د زعفرانو د کښت برخه کې فعالیت کوي پژواک خبري اژانس ته وویل: «څلور کاله کېږي چې د زعفرانو په کرکېله بوخته یم، مخکې کلونو کې مې ښه حاصلات نه درلودل، خو سږ کال مې پر دوه جریب ځمکه زعفران کرلي، زموږ سږني حاصلات ښه دي او پلور یې هم ډېر ښه وو.»

هغه وایي چې د کرنې له لارې د خپلې شپږکسیزې کورنۍ اعاشه برابروي او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کال کې هم ښه حاصلات ولري.

نوموړې له اسلامي امارته غواړي، هغه کروندګر چې د زعفرانو پر کرکیله بوخت دي، په ځانګړي ډول د زعفران‌کارو ښځو ملاتړ وکړي څو وکولای شي په راتلونکي کال کې ښه حاصلات ولري.

شبنم د زعفرانو د کښت برخه کې د روزنیزو پروګرامونو جوړېدو غوښتنه کوي.

ورته مهال، د شبرغان ښار په قوره کلي کې یوه بله ښځه شاکره وایي چې له څلورو کلونو راهیسې د زعفرانو د کښت برخه کې بوخته ده.

نوموړې وایي، له کله یې چې بزګرۍ ته مخه کړې، د ژوند وضعیت یې هم ښه شوی او اوس د خپل کاروبار پراخولو په هڅه کې ده.

شاکرې زیاته کړه: «په لومړي کال مې څلورګرامه زعفران، په دویم کال مې حاصلات ښه نه وو، خو سږ کال مې حاصلات ۲۰ ګرامو ته رسېدلي، هیله‌منه یم چې راتلونکي کال کې مې حاصلات تر نورو کلونو ډېر وي.»

هغې وویل چې د زعفرانو ترڅنګ بېلابېل ډول ترکاري هم کري او له دې لارې خپل ورځنی لګښت ترلاسه کوي.

د یادونې ده، په جوزجان ولایت کې د ښځو ترڅنګ سړي هم د زعفرانو په کرکیله کې بوخت دي.

د دغه ښار په قوره کلي کې یوه بزګر محمدیوسف وویل چې سږ کال نسبت تېرو کلونو ته د زعفرانو حاصلات ښه دي، خو که له دوی ملاتړ وشي، حاصلات به یې څو برابر لوړ شي.

هغه وویل: «تېر کال مې په دوه جریبه ځمکه زعفران کرلي وو، خو ښه حاصلات مو نه درلودل، خو سږ کال الحمدالله په څلور جریبه ځمکه مو زعفران کرلي، ډېر حاصل مو واخیست، هم یې ښه بیه او هم یې ښه بازار درلود، د نندارتونو له لارې مو ډېر فروشات وکړل، زموږ زحمت بې‌ځایه نه ولاړ.»

ورته مهال، د جوزجان د کرنې ریاست د ترویج او غله‌جاتو مدیر شکرالله بیهچ په دغه ولایت کې د زعفرانو حاصلاتو ډېرېدو خبره کوي او وایي، سږ کال په دغه ولایت کې پر څلور هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي چې له هغو صفر اعشاریه صفر ۱۴ ټنه زعفران ترلاسه شوي دي.

نوموړي په تېر کال کې د زعفرانو حاصلاتو د کچې له وړاندې کولو پرته، په دغه ولایت کې د زعفرانو د حاصلاتو ډېرېدو لاملونو په اړه وویل چې سږ کال د زعفرانو حاصلات د مناسبې هوا او د بزګرانو د پوهاوي کچې لوړوالي له امله شاوخوا ۸ سلنه ډېروالی ښیي.

هغه زیاته کړه: «د زعفرانو برخه کې زموږ ډېری بزګران ښځې دي او که له بزګرو ملاتړ وشي، راتلونکي کې به د زعفرانو حاصلات څو برابره لوړ شي، هڅه کېږي چې له زعفران‌کارانو په ځانګړي ډول له ښځو ملاتړ وشي څو په راتلونکي کې یې حاصلات ډېر شي.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې ۳۰۰ ښځې د زعفرانو په کښت بوختې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.