Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ اتو غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني ښار (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳): د غزني په ګېلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ یوه غړي ژوند له لاسه ورکړی او ‎اووه نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د ګېلان ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار یو مسافر وړونکي موټر له یوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ یو کس مړ شوی او شپږ ماشومان او یوه ښځه ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل، سیمې ته امنیتي کسان پر وخت رسېدلي او ټپيان یې د مقر ولسوالۍ روغتیایي مرکز ته لیږدولي دي.

د یادې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ډېر مهال دغه شان پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او یا هم ګړندي تګ له امله رامنځته کېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.