Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د فرعي سړکونو د څلورو پروژو چارې بشپړې شوې

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۳): کابل ښاروالي وايي چې د ښار پنځمه ناحیه کې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د فرعي سړکونو د څلورو پروژو چارې بشپړې شوې.

د کابل ښاروالي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یادې څلور پروژې د ښار پنځمې ناحیې اړوند د ۱۲، ۱۴، ۱۷م ګذر په قلعه کاشف سیمه، د ۳۶م ګذر اړوند د قرغې فامیلیو او د ۳۸م ګذر اړوند د کمپنۍ په سیمه کې بشپړې شوې.

سرچینې لیکلي، یاد فرعي سړکونه ۳،۸ کیلومتره اوږدوالی او له ۳،۵ تر پنځه مترو پورې سور لري.

د سرچینې په حواله، دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه پروژې ترانسپورټي زیربناوو ته د لاسرسي او د ښاري مناسب چاپېریال برابرولو برخه کې ځانګړی اهمیت لري او په راتلونکو ورځو کې به د یادې ناحیې په کچه ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي.

د سرچینې په حواله، ورته مهال د سیمې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې د نوو جوړو شوو فرعي سړکونو په ساتنه کې به له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ورځې ۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه او ټولټال ۳۰ میلیون افغانۍ پرې لګښت شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.