کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، په جنوبي کوریا کې یوې محکمې چارواکو ته اجازه ورکړې چې د دغه هېواد ولسمشر یون سوک یول له استیضاح او واک ځنډولو وروسته د پوځي حکومت اعلانولو په تور ونیسي.
روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې محکمې دغه حکم نن صادر کړی دی.
د راپور له مخې، د لوړپوړو چارواکو لپاره د اداري فساد د څېړنو دفتر (CIO) تایید کړې چې د سیول سوېلي سیمې محکمې د مفتش له خوا د نیولو وړاندې شوی حکم منلی چې د پوځي لنډمهاله حکومت د وضعیت د څېړنې په حال کې و.
په راپور کې راغلي چې د هغه د نیولو دغه حکم د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۶مې د اجرا وړ دی او وروسته یون ښايي د سیول زندان کې وساتل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP