منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جنوبي کوریا کې یو محکمې د دغه هېواد د ولسمشر د نیولو حکم کړی

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۳۰ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، په جنوبي کوریا کې یوې محکمې چارواکو ته اجازه ورکړې چې د دغه هېواد ولسمشر یون سوک یول له استیضاح او واک ځنډولو وروسته د پوځي حکومت اعلانولو په تور ونیسي.

روېټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې محکمې دغه حکم نن صادر کړی دی.

د راپور له مخې، د لوړپوړو چارواکو لپاره د اداري فساد د څېړنو دفتر (CIO) تایید کړې چې د سیول سوېلي سیمې محکمې د مفتش له خوا د نیولو وړاندې شوی حکم منلی چې د پوځي لنډمهاله حکومت د وضعیت د څېړنې په حال کې و.

په راپور کې راغلي چې د هغه د نیولو دغه حکم د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۶مې د اجرا وړ دی او وروسته یون ښايي د سیول زندان کې وساتل شي.

ورته مهال، د ولسمشر وکیل یون کاب کیون ویلي چې د نیول کېدو حکم غیرقانوني دی او اعتبار نه لري؛ ځکه چې د لوړپوړو چارواکو لپاره د اداري فساد ډ څېړنو دفتر د جنوبي کوریا له قانون سره سم له د حکم غوښتنې صلاحیت نه لري.

معلومه نه ده چې د یون د نیولو حکم به کله او څرنګه اجرا شي.

د یادونې ده، یون سوک یول د روان میلادي کال د ډسمبر په ۳مه د نظامي حکومت اعلانولو له امله له استیضاح سره مخ شو، خو وروسته یې دغه تصمیم بېرته واخیست.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه