Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ په چهارکنت کې شپږ زره جریب غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده

مزارشریف (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۳): بلخ کې ځایي مسوولین وایي چې د روان کال له پیله یې د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې شپږ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.

بلخوا، د سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې غصب شوې ځمکې بېرته راګرځول کېږي، خو له حکومته غواړي چې دغه ځمکې دوی ته په اجاره او د مالونو د څرولو لپاره په واک کې ورکړي.

د چهارکنت ولسوال صفت‌الله خالد پژواک خبري اژانس ته وویل، راګرځول شوې ځمکه چې ټوله دښتې، غرونه، کارېزونه او څرځایونه دي، په تېر حکومت کې د خلکو او سیمه‌ییزو زورواکو له لوري غصب شوې وه.

هغه وایي: «په چهارکنت ولسوالۍ کې ۵۰ زره جریب ځمکه غصب تایید او پېژندل شوې ده چې له ډلې یې تر اوسه شاوخوا ۶ زره جریب ځمکه راګرځول شوې او پلان لرو چې څرځایونه او په ځینو ځایونو کې ځمکې خلکو ته په اجاره ورکړو.

دغه راز، د سیمې اوسېدونکي د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو هرکلی کوي.

د چهارکنت ولسوالۍ اوسېدونکي نظرولي په دې اړه پژواک ته وویل: «د هغه چا چې ځمکه، کورونه او بڼوڼه غصب شوي، له دولته مو غوښتنه دا ده چې حق دې حقدار ته وسپاري؛ِ ځکه دا د دوی مسوولیت دی او پر راګرځول شوې ځمکه خلک ډېر خوښ دي.

د یادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی جعفر له حکومته غوښتنه کوي چې راګرځول شوې ځمکې او کارېزونه دې خلکو ته په اجاره ورکړي؛ ځکه په وینا یې، خلکو په تېرو دوو لسیزو کې شاړې او ویجاړې ځمکې رغولې او ځای لري چې باید دوی ته یې په اجاره ورکړي.

د چهارکنت ولسوالۍ سیمه‌ییز مسوولین هم وایي، په راتلونکي کې پلان لري، له غصبه راګرځول شوې ځینې برخې، کرنیزې ځمکې او څرځایونه د سیمې خلکو ته په اجاره ورکړي.

د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون معلوماتو له مخې، په بلخ ولایت کې په تېرو درېیو کلونو کې شاوخوا ۲۵۰ زره جریب دولتي او شخصي ځمکه غصب شوې تثبیت شوې چې له ډلې یې څه باندې ۱۴۰ زره جریب بېرته له غاصبینو راګرځول شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.