Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فلسطین کې د الجزیرې ټلوېزیون پر فعالیت د لنډ وخت لپاره بندیز لګېدلی

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، فلسطیني چارواکو په دغه هېواد کې د الجزیرې ټلوېزیون پر فعالیت د لنډ وخت لپاره بندیز لګولی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې یاده پرېکړه پرون (چهارشنبه) د فلسطین د اړیکو، کورنیو چارو او فرهنګ وزارتونو له لوري په ګډه نیول شوې ده.

د راپور له مخې، پرېکړه د دغه ټلوېزیون د «پاروونکو مطالبو» خپرولو له امله شوې؛ ځکه چې یادې شبکې داسې مطالب خپرول چې «خلکو ته یې دوکه ورکوله او شخړې یې رامنځته کولې.»

د بندېدو په امر کې راغلي چې دا پرېکړه لنډمهاله ده خو د بندیز د ختم نېټه یې نه ده څرګنده شوې.

د الجزیرې ټلوېزیون هم د یوه راپور په خپرولو یاده موضوع تایید کړې خو تر اوسه یې په اړه کومه بیانیه نه ده خپره کړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.