Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳): د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې د افغانستان د دفاع وزیر د ډیورنډ فرضي کرښې له څېرمه سیمو د ټي‌ټي‌پي د ایستلو لپاره له دوی د پیسو غوښتنه کړې، خو اسلامي امارت بیا د هغه دغه ادعا ردوي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمداصف ویلي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د ډیورنډ کرښې له نږدې سیمو د افغانستان نورو لرو سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» د انتقالولو لپاره له اسلام‌اباده د لس میلیارده پاکستانۍ کلدارو غوښتنه کړې وه.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پاکستان د دفاع د وزیر یادو څرګندونو ته په غبرګون کې په یوه غږیز کلېپ کې ویلي: «موږ دا ادعا ردوو، اسلامي امارت له پاکستانه داسې کومه غوښتنه نه ده کړې، د تاسف ځای دی چې د پاکستان د لوړې کچې چارواکي نه پوهېږو د کومو موخو لپاره دغسې ادعاوې کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د روانې مرغومي میاشتې په څلورمه د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ هوایي بریدونه وکړل؛ افغان چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې ۵۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وویل چې د یاد برید په غبرګون کې یې د خوست او پکتیا ولایتونو اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې هغې غاړې ته پر ځینو مرکزونو بریدونه کړي او مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.