کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وړاندې شوو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په هېواد کې د کرونا ناروغانو شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله څه باندې ۴۱ سلنه او له دې ناروغۍ د مړه شوو کسانو شمېر ۴۲ سلنه کم شوی دی.
د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۹ کال کې د چین په وهان ښار او وروسته د افغانستان په ګډون په نږدې ټوله نړۍ کې خپور شو؛ سلګونه میلیون کسان په نړۍ کې پر دې ویروس اخته شوي او څه باندې څلور میلیون کسان ترې مړه شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ زېږدیزو کلونو کې پر کرونا د اخته، مړه او روغ شوو کسانو شمېرې له پژواک خبري اژانس سره شریکې کړې دي.
د مړه شوو کسانو ۴۲ سلنه کموالی
د عامې روغتیا وزارت د ورکړل شوو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړه شوو کسانو شمېر ۴۲ سلنه کم شوی دی.
د ویلو ده، په ۲۰۲۴ کال کې ۷۱ کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي، په داسې حال کې چې دغه شمېر په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې ۱۲۳ تنه و.
د شته شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د مړو تر ټولو ډېر شمېر په اګسټ کې ۱۰ کسانو ته او تر ټولو کم شمېر په ډسمبر میاشت کې یوه کس ته رسېده.
په ۲۰۲۴ کال کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله څه باندې ۴۱ سلنې ته ټیټ شوی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ۴۳۳ زره کسان پر کرونا اخته شوي وو، په داسې حال کې چې دا شمېر وړم کال ۲۳ زره او ۵ کسانو ته رسېده.
د یادونې ده، په ۲۰۲۳ میلادي کې پر کرونا د اخته کسانو تر ټولو ډېر شمېر په مې میاشت کې ثبت شوی چې ۶ زره او ۶۹ کسانو ته رسېده او تر ټولو کم یې د دغه کال په فبروري میاشت کې و چې ۵۸۳ کسانو ته رسېده.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې پر کرونا د اخته کسانو تر ټولو ډېر شمېر په اپرېل میاشت کې ثبت شوی چې دوه زره او ۳۲۶ کسانو ته رسېده او تر ټولو کم شمېر په ډسمبر میاشت کې و چې ۳۰۰ کسانو ته رسېده.
سپارښتنه
د کابل ښار په انتاني روغتون کې متخصص او ټرینر ډاکټر فریدالله عمري پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس هم په هېواد کې پر کرونا ناروغۍ اخته کسان شته خو د پخوا په پرتله کم دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال یاد روغتون ته د ورځې د کرونا یو یا دوه ناروغان مراجعه کوي خو روغتیايي وضعیت یې داسې نه وي چې بستر شي.
د هغه په خبره، یاد ناروغان د زکام په څېر علایم لري، تبه، ځان درد او ټوخی ورته پیدا کېږي.
ډاکټر عمري سپارښتنه وکړه، هغه ناروغان چې یادې نښې ولري او تنفسي ستونزه لري، باید ژر تر ژره روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.
هغه له خلکو غواړي چې روغتیايي سپارښتنې لکه په مکرره توګه په اوبو او صابون باندې د لاسونو مینځل او له ماسکه ګټه اخیستل جدي ونیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP