جلالاباد (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۳): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د جلالاباد ښار له واټونو څخه يې لسګونه روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره يې پلازمېنې کابل ته لېږدولي دي.
د مسوولینو په وينا، دغه کسان د شپږ مياشتو لپاره د کابل د روږدو درملنې په ستر مرکز کې بستر کېږي.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد طیب حماد پژواک خبري اژانس ته وویل، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د جلالاباد ښار په بېلابېلو سیمو کې پر نشه یي توکو روږدي ۶۵ کسان راټول او د درملنې په موخه یې د کابل ته ولیږل.
هغه زیاته کړه، پر نشهیي توکو روږدي دغه کسان به کابل کې د شپږو میاشتو لپاره تر درملنې لاندې وي، تر څو په سم ډول یې درملنه وشي او بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.
بلخوا، د جلالاباد ښار اوسېدونکي د امنيه قوماندانۍ د دې کړنې ستاینه کوي او وايي، په دې سره به ښار کې د روږدو کسانو په شمېر کې کموالی راشي.
د جلالاباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند د زرګرانو کوڅې سيمې يو دوکاندار وايي، جلالاباد ښار کې روږدي کسان ډېر شوي او ډېر کله له هټيو څخه غلاګانې کوي.
دی وايي، که امنيتي ادارې همداسې دا روږدي کسان ونيسي او درملنه يې وکړي نو هم ورسره د غلا مخه نيول کېږي او هم ورسره د روږدو کسانو شمېر کمېدلی شي.
د يادولو ده، اوسمهال ننګرهار کې هم د روږدو کسانو ۱۷۰ بستريز روغتون شته خو د روږدو کسانو د شمېر ډېروالي له امله بسنه نه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP