Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې یوې متشبثې مېرمنې لسګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړې

شبرغان (پژواک، ۱۶ جدی ۱۴۰۳): جوزجان کې یوې مېرمنې د غالۍ اوبدلو او خیاطۍ یوې کارخونې په جوړولو سره ۵۰ ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
دا کارخونه چې شاوخوا څلور کاله مخکې شبرغان ښار کې د زرمینې خیري له خوا جوړه شوې، اوسمهال یې د غالۍ اوبدلو برخه کې ۳۰ او د خیاطۍ برخه کې یې۲۰ ښځې کار کوي.
زرمینې خیري پژواک خبري اژانس ته وویل: «و مې غوښتل چې د دغې کارګاه په جوړولو سره بې‌کاره نجونو او ښځو ته د کار زمینه برابره کړم او دغه‌راز دغه ولایت کې چې د غالۍ اوبدلو صنعت چې اوږده مخینه لري، هېر نه شي.»
نوموړې د دغې کارخونې د غالۍ اوبدلو برخې کارکوونکو د معاش په اړه وویل: «دغه شمېر ښځې چې دې کارګاه کې کار کوي د متراج له مخې پیسې ورکول کیږي او د خیاطۍ برخې استادانو ته په میاشتني ډول تولیداتو ته په کتو تنخوا ورکول کیږي.»
مېرمن خیري زیاته کړه: «زه خپله لس کاله کیږي چې خیاطي کوم خو د دې کارګاه جوړولو څلور کاله کیږي، ما په دې کارګاه کې په ۲۰ زره افغانیو پانګونې کار پیل کړ چې اوسمهال مې پانګه ۷ لکه افغانیو ته رسېدلې ده.»
هغه ښځې چې په کارخونه کې پر کار بوختې دي خوشحاله دي چې د کار زمینه ورته برابره شوې ده.
د دغې کارخونې یوه کارګره شاکره وایي: «زه دې کارګاه ته له راتلو مخکې بېکاره وم په کور وم اوس شکر دی په کار شوې یم هم بوخته یم او هم له کورنۍ سره مرسته کوم موږ ته ډېر ښه دی.»
نوموړې د ټولو بد‌مرغیو لامل بې‌کاري بولي او وایي چې دغه کارخونه کې له کار کولو مخکې پر ژور خپګان اخته شوې وه، تل به په تشویش کې وه، خو اوس یې ستونزې کمې شوې دي.
ورته مهال، د دغې کارخونې د خیاطۍ برخې یوې کارګرې تهمینې وویل، یو کال کیږي چې دې کارګاه کې کار کوي، هم یې خیاطي زده کړې او هم له دې لارې کولای شي چې د خپلې کورنۍ لګښت تامین کړي.
نوموړې د دې کارخونی جوړول د ښځو د کار او د کورنیو د اقتصاد ټینګښت لپاره موثره وبلله او زیاتوي: «دې موده کې مې ډېر څه زده کړل لکه قیچي، برش، ګنډل او داسې نور.»
ورته مهال، د دغې کارخونې د خیاطۍ برخرې یوې استادې نوریې د دغه مرکز له جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې اوس کولای شي دغهه کارخونه کې د کار کولو له لارې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي.
هغې وویل: «زه خپله د کور نجلۍ یم، له کوره د باندې کار کوم د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې برخه اخلم او له خپله کاره راضي یم، کولای شم چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته ډودۍ او کالي چمتو کړم.»
دوی له اسلامي امارت غواړي چې له دغه ډول کارخونو چې د ښځو له خوا جوړې شوي او د ښځو لپاره د کار زمینه برابروي، ملاتړ وکړي څو وکولای شي ښه وده وکړي او لا ډېرو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
ورته مهال، د جوزجان د سوداګرۍ او صنعت خونې مسوولې لطیفې سرورزاده پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د خیاطۍ او غالۍ اوبدلو کارخونې ډېرې شوې، دا خپله د ښځو لپاره د خپلو کورنیو په اقتصاد کې د برخې اخیستو لپاره یو ښه ګام دی.
هغې زیاته کړه چې جوزجان کې په بېلابېلو برخو کې ۲۰۰ کارخونې شتون لري چې له ډلې یې سل کارخونې د ښځو له سوداګرۍ او صنعت خونې سره ثبت دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو کارخونو کې ۳۵۰۰ ښځې پر کار بوختې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.